د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو هرکلی کوي


د پاکستان بهرنېو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فېصل.
د پاکستان بهرنېو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فېصل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د روانې شخړې حل صرف د مذاکراتو د لارې حل کېدای شي او د امريکا حکومت او افغان طالبانو ترمنځ خبرې اترې یو ښه پرمختګ دی.

د نومبر پر ۲۲مه اونيزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فېصل وویل، پاکستان غواړي چې په افغانستان کې امن وي او دې لړ کې د امريکا حکومت او افغان طالبانو ترمنځ مذاکرات کول د ستاينې وړ ګام بولي.

نوموړي وايي، موږ د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ نيغ په نيغه رابطو خبر يو دا یو ښه پرمختګ دې ځکه چې موږ له تېرې یوې وږدې مودې راهیسې دا خبره کوو چې د افغانستان مسلې حل د خبرو اترو د لارې کېدای شي.

ده وویل، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازي زلمې خليلزاد چې کله پاکستان ته راغلی وو نو ورسره زموږ په افغانستان کې د امنيت په اړه تفصيلي خبرې شوې وې او تر څو چې د نوموړي بیا پاکستان ته د راتګ خبره ده نو په سفارتي کچه خبرې روانې دي او ډېر ژر به په یوه نېټه سره سلا شو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد له څو میاشتو راهیسې هلې ځلې پیل کړی او په دې لړکې یې د سیمې د ځینو هیوادونو له چارواکو او د طالبانو له استازیو سره لیدلي دي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG