د لاسرسي ځای

تازه خبر

که د بن لادن ځای پاکستان امریکا ته ښودلی نو شکیل اپریدی ولې بندي دی؟


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د ټرمپ تورونه بې اساسه دي

پراګ - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر ۲۰مه په یوه بیان کې ویلي چې له امریکا سره د استخباراتي همکارۍ له لارې یې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د ځای په اړه "لومړي شواهد" شریک کړي ول.

بیان وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو سېکرټرې تهمینې جنجوعه په اسلام اباد کې د امریکايي سفارت ناظم الامور پال جونز وربللی وو او ورته یې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر وروستیو څرګندونو "سخت احتجاج" وکړ.

ټرمپ د نومبر پر ۱۸مه له امریکايي فاکس نیوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې پر پاکستان د خپلو مرستو د بندولو پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې اسلام اباد د واشنګټن لپاره "هېڅ نه دي کړي."

تر دې یوه ورځ وروسته پاکستاني وزیراعظم عمران خان پر ټوېټر په بیان کې وویل چې هېواد یې د ترهګرۍ پر ضد په امریکايي جګړه کې بېسارې مالي او ځاني قربانۍ ورکړې دي.

موږ پر دې نه یو خبر چې پاکستان چې د معلوماتو ورکولو خبره کوي نو دوی کوم وخت یادوي؟
حسن عسکري

د عمران خان تر بیان څو ساعته وروسته ولسمشر ټرمپ پر ټوېټر پر اسلام اباد تور پورې کړ چې ورڅخه یې په اربونه ډالره اخیستي خو د اسامه بن لادن په اړه یې معلومات نه ول ورکړي او په افغانستان کې یې د جګړې په اړه هم ورسره همکاري نه ده کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا بې اساسه تور بللی او په بیان کې یې ویلي چې د اسامه بن لادن د ځای په اړه یې له واشنګټن سره استخباراتي معلومات شریک کړي ول.

اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ز کال کې په اېبټ اباد کې ووژل شو
اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ز کال کې په اېبټ اباد کې ووژل شو

تر دې مخکې د پاکستان حکومت په ښکاره دا نه منله چې په اېبټ اباد کې یې د بن لادن د اوسېدو ځای معلومولو په اړه له امریکا سره همکاري کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا ډول بیان څه معنا لري؟

په لاهور کې د نړیوالو چارو پوه ډاکتر حسن عسکري د نومبر ۲۱مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، دا سمه ده چې اسلام اباد او واشنګټن د ترهګرۍ او القاعدې د وسله والو په اړه استخبارات شریکول، خو د بهرنیو چارو وزارت تازه بیان دا نه روښانوي چې پاکستان کله امریکا ته د اسامه بن لادن په اړه معلومات ورکړي ول:

"د ۲۰۰۱ز کال تر سېپټېمبر وروسته د امریکا او پاکستان تر منځ د استخباراتي معلوماتو شریکولو نظام موجود وو چې ورسره سم، دوی د ترهګرۍ او د القاعدې [د غړو او مشرانو] په اړه معلومات شریکول. کېدای شي چې په دې سلسله کې [پاکستان د اسامه بن لادن] په اړه هم معلومات ورکړي وي، خو موږ پر دې نه یو خبر چې پاکستان چې د معلوماتو ورکولو خبره کوي نو دوی کوم وخت یادوي؟ ایا دوی په ۲۰۱۱ز کال کې د اسامه بن لادن د نیولو [او وژلو] وخت یادوي او که نه تر دې مخکې وخت یادوي؟ خو د دواړو هېوادونو تر منځ د معلوماتو شریکولو نظام وو."

پخواني امریکايي ولسمشر باراک اوباما د ۲۰۱۱ز کال د مې پر دویمه په وینا کې ویلي ول چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یوې ډلې په اېبټ اباد کې عملیات کړي او هلته یې اسامه بن لادن وژلی دی. نوموړي دا هم ویلي ول چې دا عملیات یې له پاکستانه پټ ساتلي ول البته دا تصدیق یې کړی وو چې اسلام اباد ورسره استخباراتي همکاري کړې وه.

دا هېڅکله نه کېږي چې یو وګړی دې بل هېواد ته مهم معلومات ورکړي او ریاست دې ورباندې چوپ پاتې شي او غبرګون دې نه ښيي.
نسیم زهره

خو د بن لادن تر وژنې موده وروسته، پاکستاني حکومت خبر ورکړ چې د خیبر ډاکتر شکیل اپریدي د جعلي واکسینو یوه کیمپېن له لارې په اېبټ اباد کې د اسامه بن لادن د اوسېدو ځای معلوم کړی وو او بیا یې امریکا خبره کړې وه.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۲ز کال کې اپریدي ته له هېواد سره د غدارۍ او له وسله والو سره د رابطې په تورونو د عمر قید سزا واوروله او نوموړی اوس هم بندي دي.

د ډاکتر شکیل اپریدي کورنۍ او وکیل یې پر نوموړي لګېدلي تورونه رد کړي او د هغه د سزا پر ضد یې په اعلا عدالت کې درخواست هم دایر کړی دی.

خو پوښتنه دا ده چې که اسلام اباد د اسامه بن لادن په اړه له امریکا سره معلومات شریکول، نو بیا اپریدي ته د سزا ورکول څه معنا او مقصد لري؟

شکیل اپریدی له ۲۰۱۱ز کال راهیسې بندي دی
شکیل اپریدی له ۲۰۱۱ز کال راهیسې بندي دی

په پاکستان کې د سیاسي چارو شنونکې نسیم زهره وايي، هېوادونه کولای شي چې له یو بل سره استخباراتي همکارۍ وکړي، خو وګړي که دا کار وکړي نو بیا سم نه بلل کېږي:

"تاسې خبر یاست چې پر اپریدي د امریکا ادارو ته د پټو معلوماتو ورکولو تور دی. نو دا هېڅکله نه کېږي چې یو وګړی دې بل هېواد ته مهم معلومات ورکړي او ریاست دې ورباندې چوپ پاتې شي او غبرګون دې نه ښيي. نو [د شکیل اپریدي زنداني کول] د ریاست غبرګون دی. تاسې ته دا هم معلومه ده چې د اپریدي قضیه روانه ده او [د امریکا او پاکستان ترمنځ هم ورباندې خبرې کېږي]. هو، که تاسې دا وایاست چې په ناسیاسي او غیر ریاستي کچ له اپریدي صاحب سره زیاتی شوی، هغه بیا بل بحث دی. خو هېڅ هېواد به دا ونکړي چې یو وګړی یې له بل ریاست سره مهم استخباراتي معلومات شریک کړي او هغه ووایي چې ځه، خیر دی."

نسیم زهره زیاتوي، د ټرمپ څرګندونې او د عمران خان پر ځوابونو سربېره پاکستان د امریکا لپاره ارزښت لري خو د ډاکتر حسن عسکري په باور، داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تعلقات مخ په ځوړ روان دي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG