د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ته د امریکا پارلېماني پلاوي د سفر ارزښت


پخواني عکس
افغان ولسمشر اشرف غني د امریکا دفاع وزیر جیمز میټس په ولسمشرۍ ماڼۍ کې.
پخواني عکس افغان ولسمشر اشرف غني د امریکا دفاع وزیر جیمز میټس په ولسمشرۍ ماڼۍ کې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز، افغانستان ته د امریکا پارلېماني پلاوي سفر ته په کتو وايي، دغه سفر سولې ته د افغانستان د رسولو په برخه کې د امریکا ولسمشر د هڅو یوه برخه ده.

د دغه مرکز مشر فرامرزتمنا د نومبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته کابل ته د امریکا پارلېماني پلاوی د سفر په اړه وویل:

((افغانستان له سیاسي پلوه د امریکا له نړیوال حیثیت او پرستېژ سره غوټه دی او له اقتصادي پلوه یې په ډېر لګښت ۱۷کلنه جګړه زغملې ده. د ټرمپ دولت غواړي په هره ممکنه طریقه چې کېدای شي دغه جګړه ختمه کړي. د دغه پلاوي سفر هم په همدې برخه کې دی. امریکا غواړي د سولې او د افغانستان د سیاسي مسایلو د حل لپاره او په تیره د افغانستان د ټاکنو په هکله د عمل ابتکار په لاس کې ولري.))

که څه هم تمنا کابل ته د امریکا د پارلېماني پلاوي د سفر په اړه ډېر جزییات ورنه کړل خو ویې ویل، یاد پلاوی به د افغانستان د سولې په مسئله کې له ښکیلو اړخونو سره هم وویني.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر وايي، ولسمشر ټرامپ غواړي له یوې خوا په افغانستان کې جګړه ختمه او دغه هیواد سولې ته ورسوي او له بلې خوا غواړي په ۲۰۲۰م کال کې د امریکا په انتخاباتو کې هم لاسته راوړنه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د جیم بنکس په مشرۍ د امریکا یو پارلېماني پلاوی کابل ته راغلی او د دوشنبې د ورځې په ماښام یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ، دغه لیده کاته په ارګ کې شوي او دواړو لورو، د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا، د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ پر موثریت، د افغانستان په ملکیت د سولې په بهیر او د افغانستان پر اقتصادې ودې خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې امریکايي پلاوي یو ځل بیا له افغانستان سره د امریکا د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان پرمختګونه ستایلي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې افغان ولسمشر د افغانستان له خلکو او حکومت سره د امریکا د مرستو درناوی کړی او ویلي دي چې دغه مرستې ورته ارزښت لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون، افغانستان د امریکا د پارلېماني پلاوي د سفر هرکلی کوي هیله ښيي چې د دغه پلاوي سفر، د افغانستان سولې او ثبات لپاره اغیزمن وي.

د دغه کمیسیون غړې ارین یون مشال رادیو ته وویل:

((له دغه پلاوي د افغانستان د خلکو او په تیره د هیواد د ملي شورا هیله دا ده چې د سولې په راوستلو او اقتصادی برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي او دغه پیام د امریکا خلکو ته ورسوي چې افغانان د سولې تږي دي.))

میرمن یون ټنیګار کوي چې امریکا دې د سیمې په هیوادونو او په تیره په پاکستان او ایران فشار راولي چې د افغانستان سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازی زلمي خلیل زاد له څو میاشتو راهیسې هلې ځلې پیل کړی او په دې لړکې یې د سیمې د ځینو هیوادونو له چارواکو او د طالبانو له استازیو سره لیدلي دي.

راپور خان محمد سیند.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG