د لاسرسي ځای

تازه خبر

له واده څخه د انکار پر سر اداکاره ووژل شوه


پېښه په پېښور کې شوې
پېښه په پېښور کې شوې

پراګ ـ د پېښور د کوتوالۍ تاڼې د پولیسو مشر ملک حبیب وايي، پر سټیج کار کوونکې سونیا د مصدق په نوم یوه کس تر هغې وروسته وویشته چې هغې له واده انکار وکړ.

دا پېښه د نومبر ۱۶مې شپې مهال شوې او د پولیسو مشر ملک حبیب اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ته ویلي چې سونیا تر ژوبلېدو وروسته لیډي ریډنګ روغتون ته ورسول شوه چې هلته یې د ژورو زحمونو له وجې سا ورکړه.

سونیا د دې هنر سره تړلې لومړنۍ مېرمن نه ده چې په ورته ډول وژل کېږي بلکې تر دې وړاندې هم دا ډول ډېرې پېښې شوي چې پکې تر سونیا زیاتو مشهورو هرمندانو پکې خپل ژوند بایللی دی.

په خیبر پښتونخوا او اړوندو قبایلي سیمو کې د موسیقۍ او هنر سره تړلي خلک که له یوې خوا له تیرو څو کالونو راهیسې د وسله والو ډلو له خوا د دړکو سره مخ دي، نو له بلې خوا د خپلو خپلوانو او ټولنې له خوا هم د بدسلوک او تشدد ښکار شوي دي.

په پیښور کې د کلتوري چارو پوهـ او وکیل اکبر هوتي وايي، په سیمه کې هنرمندان له ډېرو ستونزو سره مخ دي خو په ریاستي او ټولنیزه کچه د دوی د امنیت نیولو او د ستونزو د هوارۍ لپاره څه کار نه کیږي. نوموړی زیاتوي چې په ټولنه کې ځیني خلک هنرمندانو ته په سپک نظر ګوري او ریاست يي هم غم نه کوي.

بل خوا د خېبر پښتونخوا حکومت د کلتور څانګه ادعا کوي چې د هنرمندانو د مرستې لپاره يي یو شمېر پروژې پیلې کړي دي او غواړي چې صوبه د فن او هنر له پلوه وده وکړي. د کلتور د څانګې ډایریکټر شهبازخان په دغه اړه مشال ریډیو ته وویل چې صوبه کې د امنیت د ښه کیدو سره کلتوري هلې ځلې هم ګړندۍ شوي دي.

د یادونې وړ ده چې روان کال د اګست په میاشت کې په نوښار کې د ریشم خان په نوم یوه سندرغاړې خپل خاوند ووژله. هم دغه رنګ په تیرو کلونو کې دایمن اداس، غزاله جاوید، نیلم او ګلناز په ګډون یو شمېر سندرغاړې او هنرمندانې د خپلو نږدې خپلوانو لخوا وژل شوې دي.

XS
SM
MD
LG