د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي د کوټې د پخواني پولیس افسر نعیم کاکړ وژنې پلټنې کوي


د کوټې د پولیسو مشر ډی ای جي عبدالرزاق چیمه خبریالانو ته وویل د نعیم کاکړ د وژنې پلټنې کوي
د کوټې د پولیسو مشر ډی ای جي عبدالرزاق چیمه خبریالانو ته وویل د نعیم کاکړ د وژنې پلټنې کوي

کوټه ـ د کوټې د پولیسو مشرعبدالرزاق چیمه وايي، د پولیسو د یو ځايي مشر د قاتلینو د نیولو هڅې پیل کړي خو تر اوسه یې څوک نه دی نیولي. دغه وژل شوی پولیس افیسر ډي ای جي نعیم کاکړ وو چې د نومبر د ۱۷مې په ماښام په کوټه ښار کې د نامعلومو کسانو لخوا پر ډزو ووژل شو.

عبدالرزاق چیمه د یکشنبې پر ورځ په کوټه کې خبریالانو ته وویل، د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي، دا یوه هدفي وژنه وه چې پکې د پولیسو یاد افسر په نښه شوی دی.

نعیم کاکړ د خالي په ماسخوتن له جوماته کور ته پر لاره وو چې په کمین ناستو کسانو پرې ډزې وکړې، دی هلته زخمي شو او بیا یې د کوټې په پوځي روغتون کې سا ورکړه.

ډي ای جي عبدالرزاق چیمه وايي، تر دې وړاندې چې پر پولیس افسرانو کومې مرګونې حملې شوي، په هغو او دې حملې کې یو ډول وسلې او مردکۍ کارول شوي دي.

د بلوچستان لومړي وزیر جام کمال او والي امان الله یاسین زي د نعیم کاکړ پر وژنه سخت خپګان ښکاره کړی او متعلقه ادارو ته یې امر کړی چې د برید تر شا لاس لرونکي کسان دې زر تر زره د قانون منګولو ته وسپاري.

تحریک طالبان پاکستان رسنیو ته په استول شویو پیغامونو کې پر ډی ای جي نعیم کاکړ د برید مسولیت قبول کړی دی.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د پولیسو په یو شمېر مشرانو دا ډول مرګوني بریدونه تر سره شوي دي. ډېری وخت د دغو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخلي.

XS
SM
MD
LG