د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د طاهر داوړ مړی موندل شوی دی'


طاهر خان داوړ
طاهر خان داوړ

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د پېښور د وژل شوي پوليس چارواکي طاهر خان داوړ د مړي موندلو پخلی کړی دی.

وزارت د نومبر پر ۱۴مه، په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت ته ويلي دي چې په سېشنبه ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې ځايي خلکو د يو تن مړی موندلی چې ورسره د خیبر پښتونخوا پوليس چارواکي اېس پي طاهر داوړ د ملازمت کارډ هم وو. بيان زياتوي چې دغه مړی مومندرې ولسوالۍ ته روړل شوی چې په جلال اباد کې به د پاکستان کونسل جنرل ته سپارل کېږي خو لا هم نه دی سپارل شوی او بيا به د تورخم له لارې پاکستان ته وړل کېږي. بلخوا د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ادریس زمان مشال راډيو ته ویلي چې یو مړی ورته ترلاسه شوی او د هغه د پېژندګلو هڅه کوي.

تر دې وړاندې له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي چې د وژل شوي پولیس افیسر طاهر داوړ مړی موندل شوی دی خو کورنۍ ته يې لا نه دی سپارل شوی.

نن له مشال ریډیو سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړه چارواکیو ورته ویلي چې د طاهر داوړ مړی په تورخم کې د سرې میاشتې له چارواکیو سره دی او د خیبر پښتونخوا پولیس ځینې چارواکي يې د ترلاسه کولو لپاره ورغلي دي.

پر ټولنیزه میډیا خپاره شوي د طاهر داوړ د مړي د ځینو تصویرونو په اړه محسن داوړ وویل، داسې اطلاعات ورته رسېدلي چې د طاهر داوړ مړی لومړی په دغه سیمه کې خاورو ته سپارل شوې وو ، وروسته له خاورې را-اېستل شوی او هلال احمر ترلاسه کړی دی.

د اېس پي طاهر داوړ مړی هلال احمر ته سپارل شوی: محسن داوړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پارلېمان غړي زیاته کړه اوس د طاهر داوړ د ښخولو تیاری نیسي خو سر له سبا (د نومبر پر ۱۵مه نېټه) به د پښتون ژغورنې غورځنګ تر سیوري لاندې په ټول هېواد کې د دغه وژنې پرضد په احتجاجي مظاهرو لاس پورې کوي.

محسن داوړ پوښتنه راپورته کړه، دا څنګه کېدای شي چې د حکومت یو لوړپوړی چارواکي د اسلام اباد غوندې له خوندي ځايه وتښتول شي او بیا تر دومره امنیتي پوستوله تېرېدو افغانستان ته یوړل شي؟ هغه وویل طاهر داوړ چې هر چا وژلی دی تپوس به له پاکستاني ریاسته کوي.

د محسن داوړ په وینا د اسلام اباد پولیسو د طاهر داوړ د موندلو او خوشېکولو لپاره هېڅ نه دي کړي. داوړ وویل چې په دې ملک کې ډېرې زورورې ادارې دي او کېدای شي پولیس د هغوی د خوښې او اجازې بغیر هېڅ نه شو کولی.

بلخوا په افغانستان کې چارواکیو ویلي، دوی د پولیس مشر طاهر داوړپه لاهم هېڅ مالومات نه لري.

د خېبر پښتونخوا د سرښار پېښور کلیوالو سیمو پولیس مشراېس پي طاهر داوړ د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه له اسلام اباده ناڅرګندو کسانو تښتولی وو.

XS
SM
MD
LG