د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان دې هم په سیپېک کې ورګډ کړل شي. زاخېلوال


په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال وايي، د چين- پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې افغانستان ته له غځولو سره به یې نه یوازې هېواد پرمختګ وکړي بلکې د پاکستان او چين لپاره به له منځنۍ اسيا سره د سوداګرۍ لار هواره شي.

د ګل په ورځ د پاکستان، افغانستان او چين ترمینځ د درې- اړخيزه ډايلاګ څلورمه غونډه په اسلام اباد کې وشوه چې تابيا يې پاکستان -چاينا انسټیټیوټ کړې وه.

غونډې ته د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال وويل، وخت راغلی چې په سيپېک پروژه کې افغانستان ورګډ کړل شي او که دا پروژه په سمه توګه عملي کړل شوه نو په اقتصادي توګه به دا سيمه وده کړي.

د پاکستان سېنېټ بهرنېو اړيکو کمېټۍ مشر سېنېټر مشاهد حسین سید د غونډې په څنګ مشال راډيو ته وويل سيپېک پروژه یواځې د پاکستان او چين په اړه نه ده بلکې دا د دې سيمې هېوادونه په خپلو کې سره د نښلولو لپاره ده او افغانستان پکې ډېر ارزښت لري.

د نوموړي وينا وه، چې د دې سیمې امنیت کې هم د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ له لارې راتلای شي. دا پروژه اوس یوازې تر چين او پاکستان محدوده نه ده پاتې بلکې دا به د دې سيمې تر نورو هېوادونو پورې غځول کېږي او په لومړیتوب کې یې افغانستان دی ځکه چې له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ لپاره یواځنۍ لار افغانستان ده بله دا چې افغانستان او پاکستان ګاونډي هېوادونه دي او تر څو چې هلته امن نه وي نو دا پروژه به هم له خطر سره مخامخ وي.

د ذکر ده چې تر دې وړاندې هم د درې واړو هېوادونو په دې اړه درې (۳) غونډې شوې دي او لومړۍ هغه يې څلور (۴) کاله وړاندې د چين په بيجینګ ښار کې شوې وه.

XS
SM
MD
LG