د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د چین - پاکستان اقتصادي پروژه کې افغانستان هم راګډوو'


چین: بیجینګ کې د پاکستان خارجه وزیر خواجه محمد اصف، د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او افغان خارجه وزیر صلاح الدین تر غونډې وروسته خبري کانفرنس. ۲۶م دیسمېبر ۲۰۱۷
چین: بیجینګ کې د پاکستان خارجه وزیر خواجه محمد اصف، د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او افغان خارجه وزیر صلاح الدین تر غونډې وروسته خبري کانفرنس. ۲۶م دیسمېبر ۲۰۱۷

د چین - افغانستان -پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو د درې- اړخیزې غونډې لومړی پړاو په بیجینګ کې ترسره شو.

په دغه غونډه کې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، افغان خارجه وزیر صلاح الدین او د پاکستان خارجه وزیر خواجه محمد اصف ګډون کړی وو.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي درې واړو وزیرانو د سیاسي باور، پخلاینې، پرمختیايي همکارۍ او د ترهګرۍ ضد په ګډون، ګڼې مسلې څېړلې دي.

د چین خارجه وزیر وانګ یي ویلي دي چې درې واړه ملکونه د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې یوه خوله دي او پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې زر ترزره دې د افغانستان له حکومت سره د سولې په بهیر کې ګډون وکړي.

چین – پاکستان – افغانستان یو وارې بیا تکرار کړې چې په افغانستان کې د تشدد ختمولو لپاره د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر تر ټولو ښه حل دې.

درې واړو خواو ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پرضد به جنګیږي او ویې ویل چې یو هېواد، ډلې یا یو تن ته به خپله خاوره د بل هېواد پرضد د کارولو اجازه نه ورکوي.

اسلام اباد، بیجنګ او کابل په دې هم اتفاق وکړو چې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره به همکاري سېوا کوي او د د وسله والو ډلو پرضد به بې له توپیره کاروایي کوي.

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي خبري غونډې ته وویل چین به د پاکستان او افغانستان سلامتیا لپاره خپل ګامونه جاري ساتي او د د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه کولو لپاره هڅې کوي.

'پاکستان باید خپلې بهرنۍ تګلارې ته کتنه وکړي'

د یادولو ده چې د پاکستان او افغانستان اړیکې د پاکستان له جوړېدو راهیسې [۱۹۴۷م کال] ترینګلې دي. او دغه اړیکې تر هغه وروسته نورې ترینګلې شوې چې کله په په ۲۰۰۱م کال د امریکا په مشرۍ نړیوالې ټلوالې په افغانستان کې د طالبانو رژیم نسکور کړ او د هغه وروسته کابل او نړیواله ټلواله دواړه پر پاکستان بیا بیا تور پورې کوي چې د افغانستان ضد ډلو ټپلو ته پناه او مرسته ورکوي خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

د نهې په ورځ په بیجینګ کې د چین - پاکستان - افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو خبري غونډې ته د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف وویل چې په درې اړخیزه غونډه کې د پولو سمبالولو پر سیسټم او د رابطو په ټینګار هم خبرې وشوې.

د افغانستان خارجه وزیر په وینا د افغانستان په بیا ودانې کې د چین همکارۍ ته هرکلی وايي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، د چین خارجه وزیر خبري غونډې ته ویلي چې چین او پاکستان غواړي په سیپېک (چین-پاکستان اقتصادي دهلیز) کې د خپلمنځيو ګټو تر اصولو لاندې افغانستان ته هم برابره ونډه ورکړي. او د مناسبو لارو په کارولو سره د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز افغانستان ته وغځوي.

د اقتصادي دهلېز پروژه د پخوانۍ ورېښمینې لارې بیا-غوړول دي چې جنوبي اسیا، منځنۍ اسیا، منځنی ختیځ او اروپا د مځکې او اوبو له لارې له چین سره وپیي.

د چین - افغانستان -پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو د درې- اړخیزې غونډې بل پړاو به په کابل کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG