د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایراني سرتېرو ډزې، څلور پاکستانیان مړه او ژوبل


د ایران سیستان بلوچستان او د پاکستان بلوچستان صوبې ترمنځ غزېدلې لویه لاره
د ایران سیستان بلوچستان او د پاکستان بلوچستان صوبې ترمنځ غزېدلې لویه لاره

کوټه ـ راپورونه وايي د یکشنبې په سهار د ایران او پاکستان په سرحدي پوله په ډزو کې دوه پاکستانیان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د راپورونو له مخې پر یوه پاکستاني موټر ایراني پوله ساتو ځواکونو ډزې کړي چې په پایله کې یې دغه پېښه رامنځ ته شوې ده.

د ایران او پاکستان ترمنځ پوله پنجګور ته نږدې موقعیت لري. په دغه ښار ګوټي کې یو ځايي خبریال عبدالوحید بلوچ مشال راډیو ته وویل چې له پېښې وروسته مړه او ژوبل کسان سول روغتون ته رسول شوي دي.

دغه بلوچ خبریال وايي، د ایراني پوله ساتو ځواکونو په وینا دغو پاکستاني وګړو په ناقانونه ډول غوښتل ایران ته واوړي نو دوی پرې ځکه ډزې وکړلې.

مشال راډیو هڅه وکړه د پنجګور مرستیال کمېشنر جمیل احمد سره په دې موضوع خبرې وکړي خو بریالۍ نه شوه.

د یادونې وړ ده چې یورپ ته د ښه ژوند په تکل کې روان پاکستانیان له همدې لارې په قاچاقي ډول ایران ته د اوړېدو هڅه کوي او دا ډول د مرګ ژوبلې پېښې تر دې وړاندې هم پېښې شوې دي.

XS
SM
MD
LG