د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایل قامي تحریک وايي حکومت دې په زور خپله خبره په دوي نه مني


د یو جرګې پخوانی عکس
د یو جرګې پخوانی عکس

د قبایل قامي تحریک په نوم تنظیم غوښتنه کړې ده چې حکومت دې د اصلاحاتو په اړه د قبایلي ولس د رايې احترام وکړي او پر هغوي دې په زور خپله خبره نه مني.

دې تنظیم د نومبر پر ۱۰مه په پېښور کې غونډه وکړه چې د قبایلي مشرانو په ګډون د پارلیمان ځینو پخوانیو غړیو هم پکې برخه واخسته.

د ګډونوالوپه قبایلي ضلعو یا پخوانیو قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو عملي کولو پر هلو ځلو خبرې وکړې.

د غونډې یو ګډونوال او پخواني وفاقي وزیر حمیدالله جان اپریدي مشال راډیو ته وویل چې باید قبایلي سیمو ته د یوې جلا صوبې حیثیت ورکړل شي.

په غونډه کې قبایلي مشرانو وویل چې د فاټا په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو او هلته د پولیس او پټوار د نظام عملي کولو مخالفت به جاري ساتي.

د پاکستان پارلیمان او وفاقي حکومت د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو قانوني مسوده منظوره کړې ده او وزیراعظم د اصلاحاتو عملي کولو لپاره یو کاري ډله یا ټاسک فورس هم ګمارلی ده.

دا په داسې حال کې ده چې په مومند ، باجوړ ، خیبر او کرمه کې یو شمېر خلکو او ځايي مشرانو د پولیس نظام عملي کېدو پرضد احتجاجونه کړي دي.

دوي وايي ، له خاصه دار ځواک سره بلد او خوشاله دي او د پولیسو پر نظام باور نه لري له کوم سره چې د دوي په وینا ، جرمونه زیاتېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت نه یوازې دا تور ردوي بلکې وايي چې دا سیمې او د خیبر پښتونخوا برخه دي او دوي به په هر صورت پکې د پولیس نظام عملي کوي.

په عین حال کې خاصه دار ځواک د نومبر پر نهمه د شمالي وزیرستان په کجوري کې جرګه کړې او په قبایلي او نیمو قبایلي سیمو کې یې د پولیس نظام عملي کېدو مخالفت کړی دی.

دوي وویل ، دوي تل د خپلې خاور او ولس ساتلو لپاره قربانۍ ورکړې دي او اوس هلته د پولیسو نظام نه مني.

XS
SM
MD
LG