د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر روس نوي بندیزونه لګولي


د امریکا لخوا پر روس بندیزونه.
د امریکا لخوا پر روس بندیزونه.

امریکا د روسیې خلاف په اوکراین کې د تېري پر سر نوي بندیزونه لګولي دي.

په دغه ګام سره هغه کسان یا کمپنیانې په نښه کېږي چې د روس لخوا له ځان سره له یوځای کړې سیمې کرایمیا سره سوداګري یا ورکړه راکړه کوي.

د امریکا د خزانې مرستیال وزیر سیګال مینډیلکر بېګا وویل چې هیواد یې د روس ملاتړلرونکو هغو ادارو یا کمپنیو خلاف کاروايۍ ته ژمن دی چې د ماسکو لخوا د اوکراین د کرایمیا سیمې په غیر قانوني توګه له ځان سره د یوځای کولو نه ګټه پورته کوي.

انټرفیکس خبري اژانس د روسیې بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګې ریابکوف له خولې ویلي چې دغه بندیزونه به ناکامه ثابت شي او دا چې ماسکو یې پروا نه لري.

امریکا او نورو غربي هیوادونو د روس لخوا د ۲۰۱۴ز کال په مارچ کې د کرایمیا ټاپو وزمه له ځان سره د یوځای کولو او په ختیځ اوکراین کې د بیلتونپالو د ملاتړ پر سر بندیزونه لګولي دي.

د خزانې وزارت وویل چې دا مهال درې کسان او نهه ادارې په نښه شوي دي چې له شخصي پانګونې او نجکارۍ پروژو سره د ماسکو لخوا د کرایمیا له ځان سره د شاملولو د هڅو ملاتړ کوي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG