د استازیو جرګې د ټولو ۴۳۵ او د مشرانو جرګې له سلو د ۳۵ غړیو د غوره کولو لپاره به رایې اچول کېږي.
ریپبلیکن او ډیموکراټان دواړه هڅه کوي چې د استازیو په جرګه او سېنېټ کې اکثریت ترلاسه کړي.
ریپبلیکن دا مهال د استازیو په جرګه کې د ۲۳ سیټونه او په مشرانو جرګه (سېنېټ) کې د یوه سیټ په توپیر اکثریت لري.
د نظرپوښتنو له مخې اټکل کېږي چې ډیموکراټان ښايي لږ تر لږه د استازیو په جرګه کې اکثریت ترلاسه کړي.
په هغه سروې کې چې واشنګټن پوسټ او «اې.بي.سي» کړي او نتیجه یې د تېرې یکشنبې په ورځ خپره شوې په سلو کې پنځوسو ګډونوالو ډیموکراټان د استازیو د جرګې لپاره غوره ګڼلي، حال دا چې ۴۳ ګډونوالو دې جرګې ته د ریپبلیکنو د تلو ملاتړ کړی دی.
د کانګرس منځمهاله انتخاباتو نتیجه به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاتې دوو کلونو د دورې تګلاره هم روښانه کړي.
ویل کېږي له ۲۸،۵ میلیونه زیاتو رای ورکوونکيو خپلې رایې ورکړي دي.
د امریکا اقتصادي وضعیت ته پام سره چې مخ په پیاوړي کېدو دی، انتخاباتي کمپاینونه ډېر جدي وو چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
د امریکا احصایې له مخې د دې هېواد اقتصادي وده د روان میلادي کال په درېمه نیمایي کې په سلو کې ۳،۵ او د بې کاري کچه هم په سلو ۳،۷ وه.
اکثراً لیدل شوي چې دغه اقتصادي وضعیت د کانګرس د منځمهاله انتخاباتو لپاره چې په هرو دوو کلونو کې ترسره کېږي، د ولسمشر او د هغه د ګوند دریځ پیاوړی کړی، خو د پالیسۍ جوړونکو او د ټولنیزو موضوعاتو په وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تندې تګلارې د جمهوري غوښتونکو دریځ یو څه کمزوری کړی او نه شي کولای چې د هېواد له دغه ښه اقتصادي وضعیت څخه د ځان په ګټه کار واخلي.
د نن ورځې په انتخاباتو کې دغه راز د امریکا د ۳۶ ایالتونو او درې سیمو لپاره ګورنران او د واشنګټن «DC» لپاره ښاروال ټاکل کېږي.