د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پورټ قاسم ملازمین په احتجاج دي


د پورټ قاسم ملازمین چې اکثریت یې پښتانه دې له نوکریو واېستل شوي
د پورټ قاسم ملازمین چې اکثریت یې پښتانه دې له نوکریو واېستل شوي
ظفرکريمي مشال رېډيو کراچۍ

د پاکستان دويمې لويې سمندري اډې پورټ قاسم کې د دوو لاسو مزدورۍ کوونکي خواريکښ د تيرو څلور مياشتو راهیسې په احتجاج دي ـمزدوران وايي، چې له تيرو ۳۰ کلونو راهیسې يې په دغه بندرګاه کې یې مزدوري کړې،او د ځان دلپاره يې حلاله روزي ګټلې ده ـ خو څو مياشتې د مخه په ياده شوې بندرګاه کې د يو نوي ټرمينل د جوړويدوروسته دوي له خپلو کارونو څخه لرې کړی شوي دي ـ چې له وجې يې دوی بيخي په وچ ميدان پاتې شول ـ

عبدالمقتدر عرف شينا چې په دغه بندرګاه کې کرېن چلوي وايي چې پورټ قاسم کې له تيرو ۳۰ کلنو راهیسې کار کوي ،نوموړۍ زياتوي چې د مزدورۍ کار يې مخکې ډير ښه و،او په دې سره د کورنۍ غړي ښه اسوده ووـ خو دې وخت کې د پښتنو خلاف يو داسې سازش پېل شوی دی چې دهغې زور د پورټ قاسم مزدورانو ته هم ورسيدی او اوس یې حال دې حده خراب شوی دی چې خپل ماشومان يې هم له سکولونو څخه راويستلي دي ـ

يو بل مزدور فضل خالق وايي، چې د انتظاميې ددې فيصلې وروسته يې په احتجاج لاس پورې کړو،نوموړی ګيله کوي چې سېمه ايزه مېډيا يې کوريج نه کوي او قانون نافذونکي ادارې پرې ډنډې وروي ،،مونږ چې ګيټ ته ورسيدو نو د رينجرو داسې په ځورونکې توګه بهر اېستلو لکه څوک چې ګډې بيزې باسي او وهي يې ،،



دا چې د پورټ قاسم مزدوران د څه مقصد لپاره احتجاجونه کوي يو مزدور ميراحمدخان يې په اړه وايي ،،حکومت زموږ اواز نه اوري ،په مونږ ظلم کيږي، په موږ زياتې کيږي ،مونږ د پورټ قاسم ملازمان يو او څه وخت چې دا بندرګاه جوړيدله ،دا شاړه وه ،ځنګل و،په مونږ به موږکان ګرځېدل ،خاورې به باديدې ،سړک به نه وو،موږ به پښو تلو،ډير په مشکله به تلو او هلته بيا د فټ بارۍ د پاسه اوده کيدو،هلته به د اوده کيدو په وخت مونږ په ځان بوجۍ راچولې ،اوس چې مونږ هغه اباده کړه او هلته هر قسم سهولتونه راغلل نو اوس يې موږ بې دخله کړو ـ مونږ دا غواړو چې انصاف راسره و شي ،موږ په دغه بندرګاه کې خپل حق غواړو څه بادشاهي خو نه غواړو ،،

دکراچۍ قاسم بندرګاه کې پښتانه ملازمین له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې خواري مزدوري کوي

د پورټ قاسم د مزدورانو د ستونزو په اړه چې کله مشال ريډيو د سند صوبې له محنت وزير امير نواب څخه وپوښتل ، نو نوموړي په دې اړه وويل ، د وزارت په سطحه د سيکرټري نه واخله تر لېبر ډايريکټره پورې مو په دې اړه خپل کوششونه کړي دي ،او موږ هم دغه وايو ،چې ددوی حق ورکړل شي ـ يوه خبره داده چې دا د صوبې خبره نه بلکې دا له مرکز سره تعلق لري ،نو په دې حواله ددې مزدورانو يو جرګه چې مشري يې نورمحمد کوله ما د هغوۍ ملاقات له اسفنديارولي سره هم کړی دی ،هغه باور ورکړی دی چې اوس متعلقه وزارت خالي دی ،خو چې وزير واخیستل شي نو له هغه سره به هم خبره کوي،او د هغې لپاره يې بشرا ګوهر ته ویلي چې په اسمبلۍ کې قرارداد جمع کوي ـ زه او زموږ ګوند عوامي نېشنل پارټي تر مرکز پورې له دوی سره ده او ددوي جايز حق دی ،پکار ده چې دوي ته ورکړل شي ،،


د يادونۍ وړ ده ،چې د سمندري اډو او سمندري جهازونو مرکزي وزارت د تيرو دريو کلونو راهیسې د ايم کيو ايم د يو مشر بابر غوري په ولکه کې و،خو تيره هفته د کابينې د تحليل وروسته ،دغه وزارت تراوسه خالي دی،خو ددې ترڅنګ د پورټ قاسم د مزدورانو سترګې د يو داسې وزير په لور دي ، چې ددوۍ ستونزو ته د پای ټکی کيږدي.
XS
SM
MD
LG