د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د نړيوالې غونډې کوربه توب کوي

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف

پراګ - روسیې نن (نومبر دريمه) وویل چې دوی د نومبر پر نهمه نېټه د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه توب کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، په دې غونډه کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو استازي برخه ولري.

د فرانسې خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او وسله والو طالبانو دواړو منلې چې دې غونډې ته به خپل استازي لېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دا به لومړی ځل وي چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي په دې کچ په یوه نړیواله غونډه کې ګډون کوي.

روسي چارواکې وايي، مسکو همدارنګه د امریکا، هند، ایران، چین، پاکستان او د منځنۍ اسیا د پنځو جمهوریتونو استازو ته هم د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه چې راتلونکې جمعه د مسکو غونډې ته استازي لېږي او که نه، څه نه دي ویلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په دې وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي و چې د مسکو د غونډې د اېجنډا پر سر له روسي چارواکو سره په بحثونو بوخت دي او لا نه دي پرې سلا شوي.

پلان شوې وه چې د مسکو غونډه تر دې مخکې ترسره شوې وای خو د څرنګوالي په اړه یې د افغان حکومت اختلاف د دې سبب شو چې دا غونډه وځنډول شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG