د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی وزیر اعظم د چین په دوره دی


چینی ولسمشر شي جینپینګ له پاکستاني وزیر اعظم عمران خان سره په ستر تالار کې ولیدل. نومبر ۲، ۲۰۱۸

پاکستانی وزیر اعظم د چين په سفر دی او د منصوبه بندۍ او پرمختګ د وفاقي وزیر خسرو بختیار وینا ده چې دې دوره کې به عمران خان له چين سره د یو شمېر چارو ترڅنګ پر سيپېک منصوبه هم خبرې کوي.

په اسلام آباد کې د وزیر اعظم له دفتره خپور کړی بیان وايي د جمعې په شپه عمران خان له یوه لوړپوړي پلاوي سره د چین په درې ورځنۍ سرکاري دوره تللی دی. نوموړی به له چیني مشرتابه سره لیده کاته کوي او ورسره به د مفاهمت او مرستې یاداښتونه او تړونونه لاسلیکوي.

له دې وړاندې د اکتوبر په میاشت کې وزیراعظم د سعودي عرب دوره هم کړې وه او له هغې دورې وروستو نوموړي ویلي ول چې سعودي عرب ورته د امداد یو پېکېج ورکړی وو چې له کبله به يې د دوی په اقتصادي ستونځو کې کمی راشي او اوس به له نورو دوست هېوادونو هم امداد غواړي چې له ای اېم اېفه ورته د لږې قرضې اخیستو ضرورت پاته شي.

په اسلام آباد کې د اقتصادي چارو تجزیه کار ډاکټر معراج الحق مشال را‌ډیو ته وویل که څه هم له دې امدادونو به په حکومت اقتصادي فشار راکم شي خو دا به د لنډې مودې لپاره وي نو باید چې حکومت د اوږد مهاله ګټو لپاره اقدامات وکړي.

نوموړي زیاته کړه: ''دا وخت د پاکستان اقتصاد تر ډېر فشار لاندې دی نو ځکه حکومت کوشش کوي چې له دوست هېوادونو قرضه واخلي چې په هغه کې سعودي عرب، متحده عرب امارات، ترکي او چین شامل دي.''

بل پلو ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په اوومه نېټه به له حکومت سره د مزاکراتو لپاره د ای اېم اېف ډله پاکستان ته رارسي او د ای اېم اېف د ویاند ګېري رایس په وینا چې پاکستان ورته د قرضې خواست کړې وو نو په هغې ورسره مذاکرات کوي.

یاده دې وي پاکستان د اکتوبر په میاشت کې په انډونېشیا کې له ايي ایم ایفه د قرضې اخیستو لپاره درخواست ورکړې وو.

XS
SM
MD
LG