د لاسرسي ځای

تازه خبر

قرېشي: د متحده عرب اماراتو له پلاوي سره مو خبرې ګټورې وې


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ویلي چې د متحده عرب اماراتو له پلاوي سره یې پر یو شمېر مهمو مسلو ګټورې خبرې اترې کړې دي.

شاه محمود قرېشي د اکتوبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي چې د متحده عرب اماراتو لوړ پوري پلاوي سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکارۍ خبرې کړې دي.

شاه محمود قريشي وويل چې متحده عرب اماراتو سره پخوا اړيکي ترينګلي وې خو دواړو هېوادونو په توانايي، زراعتو او نورو څانګو کې د سرمايه کارۍ په اړه سلا مشورې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف په مشرۍ د وفاقي حکومت په وینا ، د ملک اقتصادي له جدي مشکلاتو سره مخامخ دی.

وزیراعظم عمران خان د دې ستونزو پړه پر پخوانیو حکومتونو او په ځانګړې توګه له ۲۰۱۳م څخه تر ۲۰۱۸م کاله په واک کې پاته شوي مسلم لیګ نواز اچوي.

مسلم لیګ نواز د عمران خان دا تور ردوي او وايي چې د عمران خان په حکومت کې دومره وړتیا نشته چې د ملک چارې سمبال کړي او پرمخ یې یوسي.

عمران خان د ملک په خزانه کې د موجودې خسارې پوره کولو لپاره سعودي عرب ته لاړ کوم چې ورسره د درې اربه ډالرو پور او درې اربه ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات په عین حال کې اعلان کړی دی چې وزیراعظم عمران خان به د نومبر له دویمې تر پنځمې نېټې د چین سفر وکړي.

چین د پاکستان تر ټولو نژدې ملګری هیواد ګڼل کېږي کوم چې هلته د چین پاکستان اقتصادي راهداۍ په بڼه پراخه پانګونه هم کړې ده.

دسیاسي او اقتصادي چارو پوهان اټکل کوي چې عمران خان به د خپلو اقتصادي ستونزو د هواري لپاره له چین څخه هم پور یا مرسته وغواړي.

د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د اکتوبر پر ۲۶مه په کړې خبري غونډه کې دا هم ویلي چې دوي به په ځينو ملګرو هېوادونو کې خپل سفيران هم بدل کړي.

نوموړي وویل، “ موږ په امريکا کې د نوي سفیر د تعیناتولو اراده لرو. په لندن کې هم د نوي سفیر لګولو اراده لرو او په دې لړ کې تجویز ورکوو. په ریاض کې هم موږ خپل سفیر بدلوو.”

شاه محمود قريشي تور پورې کړ چې پخواني حکومت د خپلېخوښي او په سياسي بنيادونو سفيران لګولي وو.

XS
SM
MD
LG