د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د ۶۳ ښوونځيو ودانۍ جوړېږي


په خوست کې ۶۳ ښوونځيو لپاره د ودانیو د جوړولو کار پیل شو، یادې ودانۍ چې ودانیزې چارې به يې د یو کال په موده کې سرته ورسیږي، ۳۶۵ میلیونه افغانۍ ورباندې لګښت کیږي.

بل لوري ته د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت چارواکي وايي، په راتلونکو دوو کلونو کې به یاد وزارت د خوست ۲۱۹ ښوونځيو ته چې وداني نلري، ټولو تهد ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت نوې ودانۍ جوړې کړي.

افغان ولسمشر محمداشرف غني د نوي ښوونیز کال په پیل کې ژمنه کړې وه او خوست ته يې په خپل وروستي سفر کې هم ویلي ول، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د ټولو هېواد په کچه ۶ زره ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شي.

د یادو ۶ زره ښوونځیو څخه ۲۱۹ يې د خوست دي، چې په لومړي پړاو کې يې د ۶۳ ښوونځیو د جوړولو کار د ګربزو د سرحدي ولسوالۍ د نجونو د یو لومړني ښوونځي څخه پیل شو.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي مشال راډیو ته وویل، د ښوونځیو د جوړولو بهیر يې په سمبولیکه بڼه د ګربزو ولسوالۍ څخه ځکه پیل کړه، چې دا د سولې ولسوالي ده.

ده زیاته کړه، پدې پروژو کې د ښوونځیو لپاره ۶۳ ودانۍ دي، ۳۶۵ میلیونه افغانۍ ورباندې لګښت راځي او

پاتې ۱۱ هغه ښوونځي دي چې پراختیا ته يې اړتیا درلوده یا د ځینو ښوونځیو کارونه مخکې نیمګړي پاتې ول.

خوست والي هیله څرګنده کړه، چې د دې ښوونځیو د ودانیو په جوړولو سره به په یاد ولایت کې د ښوونځيو د ودانیو د کمښت ستونره څه نا څه کمه شي.

بل لوري ته د کلیو پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وویل، چې د ۶۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو او د ۱۱ ښوونځیو د نیمګړو ودانیزو کارونو پوره کول او پراختیا د لومړي پړاو پروژې دي، چې په تعقیب به يې د دوو کلونو په موده کې ۲۱۹ بې تعمیره ښوونځیو ته د ۱۵ میلیونه امریکايي ډالرو په قیمت ودانۍ جوړې شي.

د پوهنې د ادارو د مالوماتو له مخې دوی تر ډېره ښوونځیو لپاره ځمکه په پیسو نه اخلي، یا باید دولتي ځمکه وي او یا يې شخصي خلک ورته وقف کړي او د وقف کولو ټول قانوني اسناد باید بشپړ کړي.

عارف الله ګربز له هغو کسانو دی، چې پدې وروستیو کې يې خپله یو جریب ځمکه د ښوونځي د ودانۍ لپاره وقف کړې ده.

نوموړی وايي، دولت باید هغو سیمو ته پاملرنه ډېره کړي، چې هلته اصلاً نه د نجونو ښوونځي شته او نه د هلکانو.

ښاغلي ګربز وویل: ''د کلیو د پراختیا د محترم وزیر صیب او ټولې کابینې څخه زموږ دا غوښتنه ده، چې دوی باید په اول ګام کې د ښوونځیو د جوړولو لپاره هغو سیمو ته ولاړ شي، چې هغه د ژورې سیمه ده، د کڅکۍ ده، د مشې سیمه ده، نزي خېل دي، د بورخېلو ځینې سیمې دي، ځکه پدې سیمو کې نه د هلکانو ښوونځي شته او نه د نجونو ښوونځي شته، که دولت موږ سره په انکشافي برخه کې کمک کوي، موږ دوی سره په ټوله مانا همکارۍ ته تیار یو.''

د خوست د پوهنې رييس نصیراحمد روښان وویل، چې دا مهال د خوست ۶۰ سلنه ښوونځي ودانۍ لري، چې ډېری يې په کلیوالي او لیرې پرتو سیمو کې دي.

د ده په وینا د خوست د یادو سیمو زده کوونکي د ښوونځیو د نشتون له کبله تر اوسه په بیدیاوو کې لمر او سړو، ګرد او باران ته سبقې وايي.

XS
SM
MD
LG