د لاسرسي ځای

تازه خبر

فراه کې د پوځي هېلیکوپټر له نسکورېدو ۲۵ تنه وژل شوي


د افغانستان په لوېدیځ ولایت فراه کې د ملي اردو یو هېليکوپټر نسکور شوی چې پکې سپاره ټول ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د فراه والي ویاند ناصر مهري روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ملي اردو هېليکوپټر نېږدې نهه بجې په انار دره ولسوالۍ کې د خراب موسم له امله رانسکور شوی دی.

مهري وویل په هلیکوپټر کې چې له فراه څخه هرات ته په لار وو د افغانستان د لوېدیځ زون د ملي اردو مرستیال قوماندان او د فراه ولایتي شورا رئیس هم سپاره ول.

طالبانو بیا ادعا کړې چې دوی دا هلیکوپټره ویشتې او نسکوره کړې یې ده خو افغان چارواکیو یې ادعاوې رد کړې دي.

په فراه کې د ملي اردو د پلې لوا ویاند نورالحق خالقي ازادي راډیو ته وویل چې هليکوپټره د بدې هوا په خاطر له غره سره لګېدلې او د دوی ژغورونکې ډلې په نورو هلیکوپټرو کې ورغلي دي.

ښاغلي خالقي دغه‌راز ویلي چې د فراه د ټاکنو رئیس هم په دغه هلیکوپټر کې ناست وو.

XS
SM
MD
LG