د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره د امریکايي چورلکو مرسته


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ رویټرز خبري اژانس افغانستان ته د امریکايي جنګي چورلکو د مرستې په اړه یوه مقاله خپره کړېده چې پکې راغلي یو شمېر افغان او امریکايي لوړ پوړو پوځي چارواکو د دې مرستې ستاینه کړېده او ګڼي چې له دې سره به د افغان هوايي ځواک پیاوړتیا لا زیاته شي.

اژانس لیکي، افغانستان ته د نویو H 60 بلیک هاک چورلکو د ورسپارلو په موضوع کار له څه مودې راهېسې روان و، خو په تېر اګست میاشت کې، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا چې کله نور تجویزونه منظور شول نو په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ کې د اتحادي ځواکونو لخوا د روزنې د هڅو یوه لویه برخه جوړه شوه.

رویټرز اژانس د افغان هوايي ځواک لپاره د یو امریکايي پوځي سلاکار ټرینټ الیکساندر خبرې راخېستي چې وايي افغانستان ته د هیلي کوپترو ورکول د نوې پروژې یوه برخه ده او له دې سره به افغان هوايي ځواکونه د زیات طاقت مظاهره وکولای شي. خو نوموړی زیاتوي چې په بلیک هاک چورلکو مکمله تکیا کول اسان کار نه دی.

اژانس لیکي د تېر خالي په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کندهار ولایت کې د یوې رسمي غونډې پر مهال لومړنۍ بلیک هاک چورلکه قبوله کړه او په دې موقع یې په وینا کې وویل چې دا یوه تاریخي ورځ ده او له دې سره به افغان هوايي ځواکونه د امنیتي اړتیاوو د پوره کولو جوګه شي.

د رویټرز اژانس لیکي، دا مهال په افغانستان کې ۱۷ د روسیې جوړ M I 17 چورلکې د افغان هوايي ځوا په ولقه کې دي او دا د د دغه ځواک لپاره د ملا د تیر هیڅیت لري. افغان هوايي ځواک د روسي چورلکو سره اموخته دي خو په دې وروستیو کې د امریکې او روسیې تر منځ د اړیکو د خرابوالي له وجې دا ممکنه نه وه چې د روسي هیلي کوپترو ځای په نویو چورلکو او پرزو پوره کړي.

اژانس لیکي امریکا په پام کې لري چې تر ۲۰۲۴ کاله پورې افغانستان ته ۱۵۹ بیلک هاک چورلکې وسپاري چې له دغې جملې نه ۵۸ پکې هغه دي چې ورکې اضافي توغندي او مشین ګڼې لګېدلې دي.

رویټرز اژانس ته امریکايي پوځي سلاکار ټرینټ الیکساندر ویلي د بلیک هاک چورلکو د چلولو لپاره به اړینه وي چې افغان پیلوټانو او عملې ته تر شپږو میاشتو پورې ټریننګ ورکړل شي. اژانس لیکي یوه بلیک هاک چورلکه د اتو میلیونو ډالرو په مالي لګښت جوړیږي.

که څه هم امریکا افغان هوايي ځواکونو ته نوې بلیک هاک چورلکې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د ځپلو لپاره ورکوي، خو د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر پیغام کې لیکلي چې امریکايي چورلکې به د جګړې په وضعیت اغېز و نه کړي.

XS
SM
MD
LG