د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس وايي له ايټمي تړونه وتل ښې پايلې نه لري


د روس دفاع وزير سرګي شويګو
د روس دفاع وزير سرګي شويګو

د روس د دفاع وزیر سرګي شویګو خبرداری ورکوي چې له لسیزو زوړ اټومي تړون څخه د واشنګټن وتل به د یورپ لپاره جدي پايلې ولري. شویګو پرون خپل یوناني سیال ته وویل چې اروپايي اتحاديه او ناټو دې له دغه تړون څخه د امریکا د وتلو د نتیجو جاج واخلي.

دا لوظنامه په ۱۹۸۷م کال کې د هغه وخت امریکايي ولسمشر رونالډ ریګن له خپل روسي سیال میخایل ګورباچوف سره د منځنۍ فاصلې ویشتونکو اټومي میزایلونو په اړه کړې وه.

تېره اوونۍ د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین هم ویلي و چې که امریکا له یاد تړون څخه وځي او یا د ناټو په غړو هېوادونو کې د منځني واټن ویشتونکي اټومي میزایل لګوي نو ماسکو به د ناټو يو غړی هېواد په نښه کوي. خو ناټو ویلي چې لا هم پر دې غور نه دی شوی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې ورستیو کې له دې لوظنامې د وتلو د ارادې څرګندولو پر وخت وویل چې روس په مبینه توګه له ۲۰۱۴م کال راهیسې د دې لوظنامې سرغړونه کوي او دا چې په دې کې د چین د میزایلونو بېلا بېل پروګرامونه نه دي شامل کړل شوي. خو روس د دې لوظنامې د سرغړونې تورونه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG