د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د قانون وزارت وايي ، د درغلیو ضد یې نوې مسوده جوړه کړې


د باکستان قومي اسمبلۍ
د باکستان قومي اسمبلۍ

د پاکستان د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم د اکتوبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې خبريانو ته ويلي دي چې د بدعنواني په اړه یې یو نوې قانوني مسوده جوړه کړې ده.

نوموړي ویلي چې دا کار یې د درلیو پرضد کړی دی او د ده په وینا ، پر دې موضوع سياست کول نه دي پکار.

وفاقي وزير فروغ نسيم وويل چې د درغليو شکايتونو جاج لپاره يو طرفه کمېشن به وي چې د ژوند مختلفو څانګو سره تعلق لرونکي کسان به پکې شامل وي.

ده وویل، “دا يوازې د کرپشن او درغليو سره تړلي موضوعاتو په اړه قانون دی. دا قانون نورو کارونو سره هيڅ تړاو نه لري.”
د فروغ نسیم په وینا ، که چري څوک د درغلیو په اړه د دروغو معلومات ورکوي نو هغې لپاره د سزا جزا به هم وي.

وفاقي وزير وويل چې د هغو کسانو نومونه به پټ ساتل کېږي چې د درغلیو په اړه معلومات ورکوي.

په پاکستان کې یو شمېر سیاستوالو دا وخت پر یو بل لګول شوي د درغلیو تورونه بې اساسه بللي او عدالت ته یې مخه کړې ده.

فروغ نسیم زیاته کړه چې په هېواد کې د درغليو مخنيوي لپاره موجودي ادارې هم کار کوي خو د دې مضبوطولو ته اړتيا ده.

په پيښور کې دې نېوز ورځپاڼې خبریال رياض داودزی وايي چې د نوي قانون ضرورت نيشته بلکې پخواني قوانينو عملي کولو ته اړتیا ده.

نوموړي وویل چې زياته کړه چې د درغليو مخنيوي لپاره موجودې ادارې لکه د احتساب قومي اداره او نورو کارکردګي ډيره ښه هم نه ده خو نوی قانون يا ادارو په اړه بايد وضاحت مخي ته راشي چې دا به سياسي مقاصدو لپاره نه کارول کېږي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د ۲۰۱۸م کال تر انتخاباتو وړاندې له ولس سره ژمنه کړې وه چې که چېري واک ته ورسېدی نو د ده په وینا له ملک څخه به درغلۍ ورکوي او چا چې هم درغلۍ کړې وي هغوي به عدالت ته راولي.

عمران خان د انتخاباتو تر ګټلو او واک سمبالولو وروسته یو شمې داسې ګامونه پورته کړي دي چې د اپوزېشن مشران یې انتقامي سیاست بولي.

د اطلاعاتو او خپرونو وقاقي وزیر فواد چودهري د اکتوبر پر ۲۴مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دوي به د احتساب قومي ادارې – نېب – چارواکو ته رسمي پاسپورټونه ورکوي.

د ده په وینا ، د دې هدف دا دی چې بیا به د یادې ادارې کسان په درغلیو او نورو جرمونو تورنو پاکستانیو پسې هر هیواد ته په اسانه تلای شي.

خو د اپوزېشن یو لوی ګوند پاکستان پپلز پارټۍ د حکومت دا ګام غندلی او ویلي یې دي چې د دوي په وینا د احتساب قومي ادارې کردار وار له مخه لانجمن دی.

پاکستان مسلم لیګ نون او د اپوزېشن نور یو شمېر ګوندونه تور پورې کوي چې د احتساب اداره د حکومت او اسټبلشمنټ په وینا ، یوازې د دوي پرضد ګامونه اخلي او په حکومت کې شریکو سیاستوالو ته هیڅ نه وايي.

خو وزیراعظم عمران خان دا خبره په وار وار رد کړې چې ګواکې د احتساب اداره د حکومت تر اثر لاندې ده.

XS
SM
MD
LG