د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سرکاري کورونو لپاره نوملیکنه پیل شوه


د پاکستان شمارياتو او نوملیکنې ادارې نادرا د واکمن تحريک انصاف له خوا په اسانه ادایګۍ (قسطونو) د کورونو ورکولو د لومړۍ مرحلې لپاره د درخواستونو جمع کول پیل کړي دي.

نوملیکنه (رجسټريشن) له ننه د هېواد په اوو ښارونو سکهر، کوټه، مظفراباد، ګلګت، سوات، اسلام اباد او فیصل اباد کې پیل شوی دی.

نادرا پر خپل ويبپاڼه ليکلي، د رجسټريشن دا مرحله به د سږ کال ډېسېمبر تر ۲۱مې نېټې پورې جاري وي.

په اعلان کې ويل شوي، هغو خلکو ته به ترجيح ورکول کېږي چې کور نه لري او د يوې کورنۍ پر سر به يوازې د يوه کس رجسټرېشن منل کېږي.

د رجسټريشن مرکزونه به د خالي او اتور پر ورځ هم خلاص وي. نادرا وايي چې د نورو سيمو لپاره به رجسټريشن د ډېسېمبر له ۲۱مې نېټې وروسته پيلېږي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اکتوبر پر ۱۰ مه نېټه د نيا-پاکستان هاوسنګ سکيم په نوم د کورونو جوړولو منصوبه پرانستې وه. نوموړي ويلي وو چې حکومت به په راتلونکيو پنځو کلونو کې ۵۰ لاکه کورونو جوړوي او دا به په اسانه ادایګي (قسطونو) بې وزلو ته ورکول کېږي.

خو د پاکستان کورجوړونې پخواني وزير او د اپوزيشن ګوند جمیعت علما اسلام يو مشر حاجي رحمت الله کاکړ ويلي چې د دې هېواد د وزيراعظم له خوا د ۵۰ لاکه کورونو جوړولو پلان ورته عملي نه ښکاري.

XS
SM
MD
LG