د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې په لومړي ځل ايف ای ار درج شوی دی


جنوبي وزیرستان
جنوبي وزیرستان

د جنوبي وزيرستان ايډيشنل ډپټي کميشنر دلنواز وزير مشال راډيو ته وويل چې عارف وزير خلاف يې د سرکار په کار کې د مداخلې په تور کې ايف آي ار درج شوی دی.

د جنوبي وزيرستان په خيبر پښتونخوا کې تر ضم کيدو وروسته دا لومړی ځل دی چې انتظامي چارواکو د يو کس خلاف مقدمه درج کړی ده.

په قبايلي ضلعو کې پوليس نيشته خو د دې اختيارات ضلعې انتظاميي سره دي.

دلنواز وزیر د لومړي ايف ای ار په اړه مشال راډيو ته وويل، “ دا ايف ای ار د واڼه سب ډويژن مرستيال کمېشنر درج کړی دی. پخوا به مرستيال پوليټکل ايجنټ و خو اوس مرستيال کمېشنر وي. دا ايف ای آر د فاټا انټرم ريګوليشن لاندي شوی دی.”

د ايډيشنل ډپټي کمېشنر دلنواز وزیر په خبره عارف وزير د يو تحصيلدار په کار کې مداخلت کړی و ځکه د هغه خلاف ايف ائ ار درج شو.

اوس پوښتنه دا ده ده چې په قبايلي ضلعو کې لا تر دې دمه عدالتونه نيشته نو په دې لړ کې به پلټنې څنګه کېږي؟

ايډيشنل ډپټي کمېشنر دلنواز وزير په اړه وايي ، “ قبايلي سيمي تازه په خيبر پښتونخوا کې شاملې شوې دي نو دلته لا پوليس نه دي راغلي. دلته هغه نظام نيشته کوم چې په نور ضلعو کې دی او د هغه نظام لاندي د پلټنو کار کېږي. موږ به د ايف سي ار قانون لاندي څه رنګه پلټني کولې هغه شان به یې کوو.”

بلخوا د قبايلي علاقو اصلاحاتو لپاره کاروکونکی شهاب الدين ايډوکيټ دا يو ښه ګام بولي او وايي چې د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا کې تر شامليدو وروسته به له وخت سره سره په دې کې ضرورتونه پوره کېږي.

ده زياته کړه،“په قبايلي علاقو کې دې عدالتونه جوړ شي. د هغو عدالتونو فيصلو خلاف خلک هايکورټ، سپريم کورټ ته راتلل شروع کړي. په دي لړ کې پکار ده چې په هغو سيمو کې په باقاعده توګه د مقدمو اندراج او پلټني شروع شي. دا ګرانه خبره نه ده او قبايلي ضلعو چارواکو سره دا اختيارات شته، پکار وه چې دوي دا کار لا مخکې شروع کړی وای. “

شهاب الدين ايډوکيټ زياته کړه چې بايد د خيبر پښتونخوا د نورو ضلعو رنګه په قبايلي علاقو کې هم د پوليسو او عدالتي نظام ژر تر ژره نافذ شي چې خلک انصاف ته لاس رسی ولري.

تر دې مخکې په باجوړ او مومندو قبايلي ضلعو کې په لومړي وار مقدمې درج شوې وې.

XS
SM
MD
LG