سعودي عربستان د اکتوبر پر ۲۰مه په لومړي ځل د دې پخلی کړی چې ورک خبریال جمال خاشقجي په استنبول کې د سعودي عرب په قونسلګرۍ کې مړ شوی دی.
دوي وايي ، جمال خاشقجي یو بل ته د لاس اچولو او سوکانو وهلو په نتیجه کې مړ شوی دی.
د سعودي عربستان حکومتي رسنۍ او د دې هېواد سرکاري ټلویزیون دا خبر د سعودي د سرچینو له خولې خپور کړی دی چې سعودي عربستان د واشنګټن پوسټ د خبریال د وژنې په اړه ژور خواشینی دی.
خاشقجي د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر دویمه نېټه له هغه وروسته ورک دی چې له خپلې ترکۍ ملګرې سره د واده د کاغدونو ترلاسه کولو لپاره په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته تللی وو.
د سعودي عرب حکومتي رسنۍ د دې پېښې په اړه د سعودي څارنوالانو له خولې ویلي چې په دې اړه څېړنه روانه ده او ۱۸ سعودي وګړي نیول شوي دي.
د سعودي عربستان عامه څارنوال وویل چې د دې پېښې په خاطر د شاهي محکمې سلاکار سعید القحطاني او د استخباراتو مرستیال احمد اسیري له خپلو دندو لېرې شوي دي.
سعودي رسنۍ وایي چې پاچا سلمان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان تر څارنې لاندې د استخباراتو د عمومي ادارې د تشکیل د محدودلو امر کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې خبرداری ورکړی وو چې که معلومه شي سعودي په دې قضیه کې لاس ولري کلکه سزا به وویني.
خو ولسمشر ټرمپ دا هم ویلي وو چې که واشنګټن پر سعودي د وسلو پلورل بند کړي نو د ده په وینا خپلځان به هم جزايي کړي.
د سعودي عرب دولتي خبري اژانس وروسته د دې هېواد د یوه لوړپوړي چارواکي له خولې د ځواب په توګه لیکلي وو چې ریاض سیاسي او اقتصادي ګواښونه او هر ډول تورونه ردوي.
د دغه چارواکي نوم نه وو اخېستل شوی خو زیاته کړې یې وه چې د سعودي اقتصاد نړیوال اقتصاد ته مهم دی او "سعودي ټینګار کوي چې د هر اقدام ځواب به په لا پیاوړي اقدام سره ورکړي."