د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د فاټا لپاره ځانګړې بوديجه اعلان کړه


د فاټا نقشه
د فاټا نقشه

پراګ - د پاکستان حکومت اعلان کړی چې فاټا ته به د قامي مالياتي کميسيون له پيسو څخه درې سلنه برخه ورکوي. دا پرېکړه نن [اکتوبر ۱۸مه] په اسلام اباد کې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د وفاقي کابينې په غونډه کې وشوه. په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د فاټا انتظامي دفتر فاټا سېکريټېريېټ به له منځه وړل کېږي او د دې سيمو ټولې انتظامي چارې به د خېبر پښتونخوا وزيراعلا سېکريټېريېټ پرمخ وړي.

د وفاقي کابينې له غونډې وروسته خبري غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري وويل چې حکومت په خېبر پښتونخوا کې د فاټا د ورګډولو چارې په منظم ډول پرمخ وړي او په دې لړ کې يې پر اصلاحاتو کار پېل کړی دی.

"په اېن اېف سي اېوارډ کې به صوبې خپله برخه کموي او دا به فاټا ته ورکوي چې فاټا درې فيصده برخه تر لاسه کړي.له دې وروسته به د فاټا پر لوی پرمختيايي پلان کار پېلېږي. په دې لړ کې وزيراعظم عمران خان د خزانې وزير اسد عمر ته لارښوونه کړې چې په سمدستي توګه دې په اېن اېف سي اېوارډ کې د بدلون عمل ګړندی کړي او د هغه دې بيا کتنه وکړي."

دمګړی په پاکستان کې د قامي مالياتي اېوارډ ۴۲.۵ سلنه پيسې وفاقي حکومت وړي او په پاتې ۵۷.۵ سلنه پيسو کې ۵۱.۷۴ پنجاب، ۲۴.۵۵ سيند، ۱۴.۶۲ خېبرپښتونخوا او ۹.۰۹ بلوچستان صوبې ته ورکول کېږي.

فواد چودري غونډې ته د وينا پر مهال زياته کړه چې د قبايلي سيمو د انتظامي چارو دفتر فاټا سېکريټېريېټ به له منځه ځي او کارونه به يې د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا دفتر پرمخ وړي.

دا له هغه وروسته ده چې د روان ۲۰۱۸م کال د مې پر ۳۰مه نېټه د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م ترميم وروسته فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړل شوه او له دې سيمو د فرنټيېر کرايمز رېګولېشن (اېف سي ار) په نامه څه باندې يوه پېړۍ زوړ قانون هم ختم کړل شو. هغه وخت د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن د قبايلي سيمو لپاره د اېف سي ار پر ځای د فاټا انټېرم ګورننس رېګولېشن په نامه د حکومتدارۍ يو عبوري قانون نافذ کړ. خو د قبايلي سيمو يو شمېر وګړي اوس هم شکايت کوي چې هلته له دوی سره د اېف سي ار قانون له مخې چلند کېږي او فاټا اصلاحات د ځنډ ښکار دي.

د فاټا وکيلانو اتحاديې پخوانی مشر اعجاز مومند هم دا خبره کوي او وايي چې د نوي مرکزي حکومت په راتګ سره د فاټا اصلاحاتو نوې کاري ډله جوړه شوه او په هغې کې هغه خلک واخيستل شول چې په تېرو وختونو کې د اېف سي ار ملاتړي وو.

"په هغوی کې ځينې بيوروکرېټس او د قامي اسمبلۍ غړي هم دي. هغوی وزيراعظم [عمران خان] ته کېناستل او ورته ويې ويل چې موږ يو نوی نظام برابروو چې په هغه کې به پر مرکز د پيسو زور کم شي. نو دوی د فاټا د زوړ نظام بحالولو يو کوشش روان کړی دی."

د پاکستان نوي وزيراعظم عمران خان د سیپټېمبر پر شپږمه نېټه د پاټا او فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو چارې ګړندۍ کولو لپاره دغه کاري ډله وګومارله چې کار یې فاټا په خېبر پښتونخوا کې ورګډول، د صوبايي اسمبلۍ او بلدياتي ادارو انتخابات کول، د ۱۰۰ اربه روپیو مالي پانګه برابرول او دا هر څه په پنځوکلونو کې سر ته رسول دي. يادې ډلې او حکومت د اعجاز مومند تورونه رد کړي او وايي چې په قبايلي سيمو کې د عدالتي او امنيتي اصلاحاتو لپاره حکومت کار پېل کړی دی.

XS
SM
MD
LG