د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د ایران د امنیتي سرتېرو په موندلو کې به هڅې ونه سپموو


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان په سرحدي سیمه کې د وسله‌والو له‌خوا د ایران د امنیتي سرتېرو د تښتونې د راپورونو په غبرګون کې ویلي چې هېواد به یې د دغو سرتېرو د موندلو په لړ کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

د راپورونو له مخې مشکوکو وسله‌والو د سېشنبې په ورځ د ایران او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې د ایران ۱۴ امنیتي سرتېري تښتولي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د وسله‌والو له‌خوا په تښتول شوېو کسانو کې دوه تنه د ایران د سپاه پاسداران د استخباراتو ۲ تنه مهم غړي شامل دي.

د ایران سپاه پاسدارانو ځواک تېره ورځ پر پاکستان غږ کړی و چې هغه مشکوک وسله‌وال وځپي جې د ایران دغه امنیتي ځواکونه یې تښتولي دي.

که څه هم ایراني رسنیو د پاکستان او ایران پر سرحدي سیمه کې د ۱۴ ایراني امیتي سرتېرو د ورکېدو خبر ورکړی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په‌دې په اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې دغه شمېر ۱۲ ښودلی دی.

خبرپاڼه کاږي چې د دې هېواد چارواکي له ایراني پوځ سره د هغه مېکانېږم له لارې چې تېرکال پرې د دواړو هېوادونو پوځي چارواکو هوکړه کړې وه، له نېژدې کار کوي، څو د تښتول شوېو کسانو ځای معلوم کړي او ټینګار یې کړی چې:

"د ایران د سرحدي امنیتي ځواکونو د موندلو لپاره به هېڅ ډول هڅې ونه سپموو."

دا لومړی ځل نه‌دی چې وسله‌وال د ایران او پاکستان پر سرحدي سیمه د ایران پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، بلکې تر دې مخکې هم په دغه سیمه کې وسله‌والو اخ و ډب کړی دی.

جنرال محمد باقري
جنرال محمد باقري

د ایران د پوځ مشر جنرال محمد باقري د تېر ۲۰۱۷میلادي کال د مۍ پر ۸ مه نېټه د پاکستان او ایران په سرحدي سیمه کې د وسله‌والو په یوه برید کې د خپلو امنیتي ځواکونو تر وژلو وروسته خبرداری ورکړی و چې:

"که په سرحدي سیمو کې یې پر امنیتي ځواکونو بریدونه تم نه‌شي، نو موږ به په پاکستان کې دننه د ترهګرو خوندي مرکزونه په نښه کړي."

د یادونې وړ ده چې د جېش العدل په نوم یوې وسله‌والې ډلې د ایران د امنیتي ځواکونو د تښتولو مسوولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG