د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: موږ د ایران له حالاتو خبر یو


د امریکا او ایران بیرق.
د امریکا او ایران بیرق.

د امريکا د پوځ مرکزي قوماندې قوماندان، جنرل جوزف ووټل ويلي چې په هرمز تنګي اوبو کې د ايراني سمندري ځواک تمرينونه چې ګڼو وړو کښتيوو پکې برخه اخيستې، د امريکا د اقتصادي بندېزونو په غبرګون کې يو پېغام لېږل وو.

ووټل د اګست پر اتمه د امريکا په دفاع وزارت کې خبريالانو ته وويل چې ايران تر هغې وروسته خپل پوځي قوت ښوده چې سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک ګواښ وکړ چې دا تنګی به بند کړي.

د هغه په خبره بېرته یې ايران ته پېغام دا دی چې دوی خبر دي چې څه روان او د ځان خوندي ساتلو لپاره تيار دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG