د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیسټي انټرنېشنل: ایتلافي ځواکونه دې د رقې بشري ناورین ومني


د بښنې نړېوال سازمان د امریکا په مشرۍ پر ایتلافي ځواکونو نیوکې کړې چې له رقه ښاره یې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د ویستلو لپاره په جګړه کې د ولسي وګړیو د وژنو په منلو او یا هم په مناسبه توګه په پلټنو کې پرله پسې پاتې راغلي دي.

په یو راپور کې چې دا نن (۱۵م اکتوبر) خپور شوی امنیسټي انټرنېشنل وايي، د اتحادي ځواکونو کړنې د هغو ژوندیو پاته ښاریانو پر مخ څپېړه ده چې خپل ژوند له نوې سره د رغولو هڅې کوي.

د بښنې نړیوال سازمان سیکرېټري جنرل کومي نایدو وايي، دا خبره ډېره پرېشانونکې ده چې پینټاګان په رقه کې د ''ویجاړونکې جګړې'' پر مهال د سلګونو ولسي کسانو پر وژنه ان د بښنې غوښتلو اراده هم نه ښيي.

د امریکا دفاع وزارت په سېپټمبر میاشت کې یو بیان خپور کړی وو چې پکې راغلي وو، دوی دقیق او هدفي بریدونه ترسره کوي او هڅه کوي د دوی د عملیاتو اغېز پر ولسي خلکو او ځایونو و نه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG