د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب: د هر ډول بندیز ځواب لرو


جمال خاشقجي
جمال خاشقجي

سعودي عرب خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي د تريتمېدو د قضیې په خاطر پر دغه هېواد لګېږي.

که له یوې خوا د سعودي الاصله خبریال جمال خاشقجي د تريتمېدو په خاطر پر سعودي عرب د امریکا او اروپايي ملګرو له‎خوا یې فشارونه زیاتېږي دغه هېواد د هر ډول سزايي ګواښونو پروړاندې خبرداری ورکړی دی.

خاشقجي چې په امریکا کې اوسېدلو له واشنګټن پوسټ سره یې کار کاوه، خو د اکتوبر له دوهمې په استنبول کې د سعودي عرب کونسلګرۍ ته له ننوتو پس تریتم شو.

دی له خپلې ترکۍ کوژدنې حدیث چنګېز سره د واده اسنادو جوړولو لپاره په استنبول کې د سعودي عرب کوسلګرۍ ته ورغلی و.

ټرمپ: که معلومه شي چې عربستان د خاشقجي پع قضیه کې لاس ولري کلکه سزا به وویني.
ټرمپ: که معلومه شي چې عربستان د خاشقجي پع قضیه کې لاس ولري کلکه سزا به وویني.

ترکیه په‎ دې باور ده چې خاشقجي د سعودي اجنټانو له‎خوا په کونسلګرۍ کې وژلی دی او مړی یې له ځان سره وړی دی.

سعودي عرب دا تور ردوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی که معلومه شي سعودي په ‎دې قضیه کې لاس ولري کلکه سزا به وویني.

خو ټرمپ دا هم ویلي که واشنګټن پر سعودي د وسلو پلورل بند کړي، خپلځان به هم جزايي کړي.

د سعودي عرب دولتي خبري اژانس په یکشنبه د دغه هېواد د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي چې ریاض سیاسي او اقتصادي ګواښونه او هر ډول تورونه ردوي.

د دغه چارږږاکي نوم نه ‎دی اخېستل شوی، خو زیاته کړې یې ده چې د سعودي اقتصاد نړیوال اقتصاد ته مهم دی او "سعودي ټینګار کوي چې د هر اقدام ځواب به په لا پیاوړي اقدام سره ورکړي."

د نړۍ او اروپا لویو قدرتونو بریتانیا، فرانسې او جرمني بیا په یکشبه په ګډه یوه بیان خپور کړ او ویې ویل چې د جمال خاشقجي د تريتمېدو له قضیې سره جدي چلند کوي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې سعودي باید د دې قضیې په اړه همکاري وکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ

جرمي هنټ او تر هغه مخکې بریتانیا، جرمني او فرانسې په ګډه اعلامیه کې یادونه کړې، باید کلکې څېړنې وشي چې معلومه شي له خاشقجي سره څه شوي او که تورونه رښتیا وي د دغه پېښې ککړ باید سزا وویني.

دغو اروپايي قدرتونو همدا راز ویلي، له سعودي تمه لري چې په ‎دې برخه کې موجوده پوښتنې په جزیاتو ځواب کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG