د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شريف، عباسي او الميډا مقدمه ۲۲ اکتوبر ته وځنډول شوه


نواز شريف او شاهد خاقان عباسي
نواز شريف او شاهد خاقان عباسي

لاهور های کورت د پخوانيو دوو وزيراعظمانو نوازشريف او شاهد خاقان عباسي او خبرېال سرل الميډا پرضد د بغاوت کولو په تور په داير کړل شوي یوه درخواست اورېدنه وکړه.

نن د ګل په ورځ د لاهور های کورټ جسټس مظاهر علي اکبر نقوي په مشرۍ درې کسيزه بېنچ د نوازشريف، شاهد خاقان عباسي او سرل الميډا په موجودګي کې کېس واورېد.

په نننۍ اورېدنه کې عدالت د خبرېال سرل الميډا نوم له اېګزیټ کنټرول لیسټه (اي سي اېل) ویوست او د ناقابل ضمانت ګرفتارۍ وارنټ هم منسوخ کړ. عدالت په تيره اورېدنه کې د سرل الميډا نوم په اي سي اېل کې د اچولو او ناقابل ضمانت د نيولو وارنټ جاري کړی وو.

د پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وکيل د اوريدنې پرمهال عدالت ته خواست وکړو چې په څوارلسم (۱۴) اکتوبر ضمني انتخابات کېدونکي دي نو کارروايي دې تر انتخاباتو وځنډوي د کوم ورستو چې عدالت د کېس اوريدنه د اکتوبر دوويشتمې (۲۲) نېټې پورې وځنډوله او نوازشريف، شاهد خاقان عباسي او سرل الميډا ته يې د تحريري جواب جمع کولو هداېت وکړو.

د ذکر ده چې پخواني وزيراعظم نوازشريف د روان کال په مې مياشت کې ډان ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ويلي ول وسله والې ډلې وس هم فعاله دي چې ورته د غېر رياستي عناصرو نوم ورکول کېږي. اېا دوی ته دا اجازه ورکول پکار ده چې تر سرحد هغې غاړې ته د ممبۍ په ښار کې ۱۵۰ کسان ووژني؟

د نوموړي دې بېان ورستو د مدني ټولڼې ېوې غړې امنه ملک په لاهور های کورټ کې د هغه وخت وزيراعظم شاهد خاقان عباسي، نوازشريف او خبرېال سرل الميډا پرضد درخواست جمع کړې وو او له عدالته يې غوښتلي وو چې نوازشريف او شاهد خاقان عباسي د وزيراعظمۍ د سوګند خيال نه دې ساتلې نو پرضد دې د بغاوت کولو کارروايي وکړي.

د قانوني چارو کارپوه او سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن پخوانې صدر قاضي انور وايي داسې معلومات چې لوجې د ملک سلامتۍ ته نقصان رسي نو وزيراعظم پابند وي چې هغه به هيڅ چا سره نه شريکوي خو دا کتل پکار دي چې نوازشريف په خپلې مرکه کې چې کومې خبرې کړې وې هغه چاته د وړاندې څخه نه وې معلومې؟

د نوموړي وينا وه هند او امريکا په وار وار د غېر رياستي عناصرو خبرې کوي او د پاکستان پوځ هم څو ځله ويلي دي چې د وسله والو ډلو خاتمې لپاره کوښښونه کوي نو که دا غېر رياستي عناصر په پاکستان کې نشته نو بېا پوځ د چا پرضد عمليات کوي.

د ېادونې ده چې د هند په ممبۍ ښار کې وسله والو په ۲۰۰۸م کال کې بريد کړې وو چې ېاد ملک يې تور په لشکر جهنګوي پورې کړی وو خو پاکستان د هند د تورونو پر اساس د لشکر طیبه د ځينو مشرانو پرضد د ترهګرۍ ضد عدالت کې مقدمه داير کړې وه چې لاهم سر ته نه ده رسېدلې.

XS
SM
MD
LG