د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صوابۍ عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي جېل ته ولېږل


د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې یو عدالت د اکتوبر پر ۱۳مه د پښتون تحفظ مومنټ د نهه غړیو د ضمانت درخواست رد کړې او د هغوي جیل ته د لیږلو حکم يي ورکړی دی.

د نیول شویو کسانو وکیل سلیم خان ایډوکیټ مشال ریډیو ته وویل چې د دوي پر ضد مقدمه روان کال د اګست پر ۱۳مه نیټه د صوابۍ پولیسو درج کړې وه.

ده وویل چې په ایف ايي ار کې راغلي چې دوي د اګست پر ۱۲مه نېټه د پښتون تحفظ مومنټ په جلسه کې د ریاست ضد څرګندونې کړې وې.

سلیم خان ایډوکیټ وویل ، “ عدالت د اکتوبر پر ۱۲مه د اته اتیا کلن مشر فیض محمد کاکا په ګډون د غورځنګ نهه غړي تر اوریدنې وروسته جیل ته ولیږل چې د اکتوبر په ۱۶ مه نیټه به يي بیا د مقدمې اوریدنه کیږي.”

سلیم خان ایډوکیټ وویل چې د اکتوبر پر ۱۲مه د بشري حقونو نامتو مبارزه ګلالۍ اسماعیل هم عدالت ته وړاندې شوه ، هغه په شخصي ضمانت خوشي کړل شوې ده خو د اکتوبر پر ۱۸ مه نیټه به بیا په صوابۍ کې عدالت ته حاضریږي.

د پښتون تحفظ مومنټ ویاند فضل خان ایډوکیټ د غورځنګ د نیول شویو غړیو پرضد لګول شوي تورونه رد کړي دي او ویلي يې دي چې دوي د هېواد تر اساسي قانون لاندې د خپلو بنیادي بشري حقونو د تحفظ لپاره مبارزه کوي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل ، “ د پاکستان یو شمېر حکومتي او پوځي چارواکیو د پښتون تحفظ مومنټ غوښتنې قانوني بللې دي خو بیا هم وخت په وخت د تحریک د غړیو پر ضد مقدمې درج شوي او ځينې يې بیا زندان ته اچول شوي دي.”

دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې غړي د ورته تورونو له کبله په زندان کې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي دوي په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره یو سوله ییزه او غیرپارلماني مبارزه کوي.

دا تحریک د ۲۰۱۸م کال په فروري کې پیل شوی وو او د اسلام باد ، کراچۍ ، پېښور ، لاهور ، سوات ، کوټې ، ‌‌ډېره اسماعیل خان په ګډون یې په یو شمېر نورو ښارونو کې پراخې احتجاجي غونډې کړې دي.

د غورځنګ په غوښتنو کې په ځانګړې توګه د ورک کړل شوو کسانو میندل او عدالت ته وړاندې کول شامل دي.

XS
SM
MD
LG