د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي د قبایلي ضلعو اسانتیاوې په لومړیتوبونو کې دي


عمران خان
عمران خان

د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي قبايلي ضلعو ته سهولتونه ورکول د دوي د حکومت په لومړيتوبونو کې شامل دي.

عمران خان دا خبره د اکتوبر پر ۱۲مه په سېنېټ کې د قبايلي علاقو سېنټرانو سره اسلام اباد کې د ملاقات پرمهال کړې ده.

د قبايلي سيمو سېنېټرانو د ملاقات وروسته مشال راډيو ته وويل چې په ملاقات کې د قبايلي علاقو مجموعي صورتحال، دغه سيمي په خيبر پښتونخوا کې ضم کولو، انتظامي امور او په نورو چارو تفصيلي خبري وشوي.

عمران خان وويل چې قبايلي سيمي په خيبر پښتونخوا کې ضم کولو بهير به سر ته رسوي او هلته به ډېر زر بلدیاتي ټاکنې وشي.

په سېنېټ کې د قبايلي علاقو سېنېټرانو پارليماني مشر سېنېټر اورنګزيب مشال راډيو ته وويل چې وزيراعظم د قبايلي سيمو اصلاحاتو په اړه شويو ژمنو پوره کولو ډاډګيرنه ورکړي.

سېنېټر اورنګزیب خان زياته کړه چې وزيراعظم دا هم ډاډګيرنه ورکړي چې د رواني مياشتي اخري پوري به د قبايلي سيمو سکولونو کې د استاذانو مسله حل کړي او قبايلي زدکونکو لپاره سکالرشپ يا وظيفي هم ورکوي.

ده زياته کړه، “ وزيراعظم راته وويل چې سل اربه روپۍ به د اين ايف سي ايورډ په مد کې قبايلي ضلعو ته ورکوي.”

د قبايلي ضلعو دې سېنېټرانو په داسي حال کې وزيراعظم سره ملاقات کړی چې په راونه اونۍ کې د پاکستان چيف جسټس ثاقب نثار د پنځويشتم (۲۵) اييني بدلون منظورېدو ورستو هم په پخوانیو قبايلي سيمو کې د عدالتونو او پوليسو پر نشتوالي ازخود نوټس اخستي و.

د پخوانیو قبایلي ايجنسيو د اصلاحاتو لپاره مخکیني مسلم لیګ (ن) حکومت د سرتاج عزیز په مشرۍ یوه کمېټي جوړه کړې وه.

دغې کمیټۍ د فاټا له ځینو سیمو څخه د لیدنو پر مهال سپارښتنې راټولې کړې او د هغه وخت وزیراعظم نواز شریف ته وړاندې کړې وې چې وروسته يې پارلېمان هم منظوري ورکړه. له دې وروسته قبايلي سیمې په خيبر پښتونخوا کې ضم کړل شوې.

خو جميعت علما اسلام فضل الرحمن ډله او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دې قانون مخالفت کوي.

په اسلام اباد کې د قبايلي چارو پوه ډاکټر اشرف علي وايي تحريک انصاف ګوند د قبايلي سيمو اصلاحاتو کې مخلصه ښکاري ځکه چې په دي لړ کې يې کاري ډله او نور عملي ګامونه پورته کړي دي. خو د ډاکټر اشرف علي په خبره د اصلاحاتو عملي کولو کې خنډونه هم موجود دي.

ده زياته کړه ، “ د اصلاحاتو عملي کولو لپاره به پيسي له کومه ځاي راځي. پاکستان وار له مخې اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او د قرضو اخستو لپاره د ماليي نړيوالې اداره سره خبري کوي.”

وزيراعظم عمران خان سره په دې ملاقات کې په سېنېټ کې د قبايلي سيمو سېنېټران اورنګزيب خان، حاجي مومن خان اپريدي، هدايت الله، هلال الرحمن، مرزا محمد اپريدی ، سجاد حسين طوري، شميم اپريدی او تاج محمد اپريدی شامل و.

XS
SM
MD
LG