د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: د سعودي ورک خبریال په پلټنو کې مرسته کوو


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ترکيې کې د یو سعودي خبریال جمال خاشوقجي ورکېدل یوه بوګونوونکې پېښه په بللو سره ویلي چې هیواد به یې د دې کېس په تفتیش کې له ترکي سره مرسته کوي.

ولسمشر ټرمپ د اکتوبر پر ۱۱مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې اداره یې دا کېس له نېږدې څاري.

نوموړي وویل امریکايي څېړونکي به د دغه خبریال په مشکوک ډول د لا درکه کېدو په تحقیقاتو کې له ترکي او سعودي سره مرسته وکړي.

خاشوقجي د اکتوبر د دویمې نیټې راهیسې لادرکه دی.

پر دغه ورځ هغه په استنبول کې له خپلې ترکۍ نامزادې سره د واده د اسنادو لپاره د سعودي قونصلګرۍ ته ورننوتو وروسته ورک دی.

ترکي وايي، خاشوقجي په قونصلګرۍ کې دننه وژل شوی خو سعودي دا تورونه ردوي او وايي چې هغه له قونصلګرۍ نه تللی و.

سعودي سفارتکاران د ترکي د هغو غوښتې په ځواب کې چې غواړي د هغه ورځې د امنیتي کېمرې ریکارډنګ ورسره شریک کړي، وايي چې هغه ورځ یې کېمرې خرابې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG