د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران په تهران کې د جرمني سفیر وربللی


د جرمي او ایران بیرق.
د جرمي او ایران بیرق.

ايران د اکتوبر پر۱۰مه په تهران کې د جرمني سفير ځکه وربللی چې ورڅخه د خپل هغه سفارتکار په اړه احتجاج وکړي چې جرمني بلجيم ته سپارلی چې هغه د بمي بريد په مبينه پلان کې په لاس درلودلو تورن دی.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي په يوه بيان کې ويلي چې دوی د جرمني سفیر ځکه ورغوښتي چې ورڅخه د دوی د يوه سفاتکار د سپارلو په اړه احتجاج وکړي.

د اروپا لپاره د ايران بهرنيو چارو وزارت د خصوصي څانګې مشر د سفارتکار په سمدستي توګه د خوشي کولو غوښتنه وکړه.

هغه د جرمني سفير ته ويلي چې د سفارتکار نيول او سپارل د ده په وينا د دښمن جوړ کړی سازش دی چې غواړي له اورپايي ځواکونو سره د تهران تعلقات غوڅ کړي.

خو نوموړي د دې لپاره کوم ثبوت وړاندې نکړ.

په ويانا کې مېشت ايرانی سفارتکار اسدالله اسدي د اکتوبر پر ۱۰مه په بلجيم کې په حراست کې واخیستل شو چې ورباندې شک دی چې د جون په مياشت کې پيرس ته نېږدې د ايران د اپوزيشن له خوا پر شوې مظاهره باندې د بمي بريد په مبينه پلان کې يې لاس درلود.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG