د لاسرسي ځای

تازه خبر

'جلال اباد کې د پاکستانۍ کونسلګرۍ لانجه به ژر هواره شي'


د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدين رباني
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدين رباني

د افغانستان بهرنيو چارو وزير خپل پاکستاني سيال ته باور ورکړی چې په جلال اباد کې د پاکستانۍ کونسلګرۍ د امنيت پرسر راپورته شوې لانجه کې به ژر مثبت پرمختګ وشي.

د پاکستان خارجه وزارت نن په خبر پاڼه کې ويلي چې صلاح الدين رباني و شاه محمود قريشي ته ټيليفون وکړ او هغه ته يې د پاکستان بهرنيو چارو وزير پر جوړېدو مبارکي وويله.

بيان زياتوي چې دواړو مشرانو د پاکستان او افغانستان د تعلقاتو پر مختلفو اړخونو خبرې وکړې چې پکې په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ د امنيت موضوع هم شامله وه.

شاه محمود قريشي غوښتنه وکړه چې افغان حکومت به د کونسلګرۍ د امنيت لپاره هغه پلان بحال کړي چې د سږکال اګست تر ۲۸ پورې پرځای وو. بيان زياتوي چې صلاح الدين رباني په دې برخه کې د مثبت پرمختګ ډاډ ورکړ.

دوی پر دې خبره هم سره سلا شول چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ عملي پلان د مېکېنزم بله غونډه به په اسلام اباد کې کېږي.

XS
SM
MD
LG