د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي د بلوچستان محرومۍ لرې کوي


کوټه ـ د پاکستان وزيراعظم وايي، وفاقي حکومت به د بلوچستان د اوسېدونکو پرمختګ لپاره هر ډول مرستې کوي.

عمران خان د اکتوبر پر شپږمه کوټې ته په سفر کې د صوبايي کابيني په غونډه کې د ګډون ترڅنګ په وزيراعلا هاوس کې يوې غونډې ته وينا وکړه.

وزيراعظم وويل چې د بلوچستان صوبې لپاره ډېرو پروژو ته اړتيا ده خو تر ټولو زيات مهم کار د صوبې د ولس پرمختګ دی.

ده وویل: "چې کله هم تاسو ته ضرورت وي، ستاسو د مرستې لپاره به موجود يو، بله دا چې په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې نوی بلدياتي نظام راولو نو زه له تاسې هم خواست کومه چې په بلوچستان کې نوی بلدياتي نظام راولئ."

تر دې مخکې وزيراعظم عمران خان ته د کوټې په پوځي چاوڼۍ کې د امنيتي حالاتو په اړه معلومات ورکړل شول.

د کوټې په چاوڼۍ کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه عمران خان ته د بلوچستان د امنیت ترڅنګ د افغانستان سره پر پوله د اغزن تار د لګولو او د سي پیک پروژې د بلوچستان څخه د تېرېدونکیو لارو په اړه هم معلومات ورکړل.

د پاکستان د پوځ مشر وویل، تر خیبر پښتونخوا وروسته، د پوځ زیات پام بلوچستان صوبې ته دی ځکه چې د ده په وینا، د پاکستان خوشالي د بلوچستان له هوساینې سره تړلې ده.

د پاکستان وزیراعظم په دې یو ورځني سفر کې د بلوچستان له ګورنر امان الله یاسینزي او اعلا وزیر جام کمال سره هم جلا جلا ملاقاتونه ورکړل.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG