د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالخالق ، موږ نه یو خبر چې پاکستان بهرنۍ غیر حکومتي ادارې ولې تړي


د ایکشن اېډ پاکستان د پروژو مشر عبدلخالق

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ايکشن ايډ په ګډون ۱۷ نورو بهرنيو غير حکومتي ادارو ته امر کړی چې په دې ملک کې دې خپلې هلې ځلې ودروي او خپل دفترونه دې وتړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۱۷م کال کې هم د ایکشن اېډ په ګډون ۲۷ داسې ادارو ته ویلي وو چې له پاکستان څخه دې ووځي.

دې ادارو بیا د کورنیو چارو وزارت ته خواست کړی وو چې پر خپل هغه دریځ دې له سره فکر وکړي خو یاد وزارت اوس هغه تېر کال ورکړل شوی درخواست رد کړی دی.

د پاکستان لپاره د ايکشن ايډ مشر عبدالخالق مشال راډیو ته وویل چې دوي په دې لړ کې پر قانوني لارو چارو غور کوي.

هغه وویل، “موږ ته وويل شو چې رجسټريشن منسوخ شو او د يو خط په زريعه دا هدايات راکړل شو چې په ۶۰ ورځو کې هر څه بند کړئ.”

د ده په وینا ، دا هم ورته ویل شوي چې په ۶ میاشتو کې د نويو قوانينو مطابق بیا د دوباره رجسټريشن درخواست ورکولای شي.

په اسلام اباد کې د غير حکومتي ادارو د اتحادیې پاکستان هيومينټيرن فورم مشر عمير حسن مشال راډیو ته وويل چې دغو ادارو ته د رجسټریشن د منسوخۍ خطونه ورکړل شوي دي خو د دې منسوخۍ وجه یې نه ده ښودلې.

عمير حسن وویل چې دوي ته دا نده مالومه چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دې ادارو د تړلو پرېکړه ولې کړې ده.

د ايکشن ايډ مشر عبدالخالق وویل چې د دوي ادارې په سیند ، بلوچستان او د خيبر پښتونخوا په شانګله ، مانسهره ، پیښور، مردان او چارسده ضلعو کې د تعليم ، صحت ، زراعت او غربت د خاتمې پر منصوبو کار کوي.

په ۲۰۱۵ م کال کې پاکستان ټولو بهر نيو غير حکومتي ادارو ته د بیا رجسټريشن کولو هدایات پس له هغې ورکړل شوي وو چې په ۲۰۱۲م کال کې د پاکستان استخباراتي ادارو حکومت ته په خپل يو راپور کې ويلي وو چې په ايبټ اباد کې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن د شتون په اړه امريکايي استتخباراتي ادارې سي اي اې سره يوې غير حکومتي ادارې سيو د چلډرن مرسته کړې وه ، خو په دې اړه هيح ثبوتونه مخې ته نه دي راغلي.

XS
SM
MD
LG