د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کرویشیايي پولیسو له خوا دې پر کډوالو د تشدد په اړه پلټنې وشي"


په کرویشیا کې د کډوالو ستنېدو لړۍ.
په کرویشیا کې د کډوالو ستنېدو لړۍ.

د اروپا شورا د کرویشیا پر حکومت غږ کړی چې له ورغلو کډوالو سره د خپلو پولیسو د ناوړه چلند په اړه پلټنې وکړي.

اروپایي شورا د کرویشیا حکومت ته د سېپټمبر په میاشت کې د خپلو اندېښنو یو لیک استولی و چې د اکتوبر پر پینځه په رسنیو کې خپور شو.

په لیک کې د کرویشیا له حکومته غوښتنه شوې چې له ورغلو کډوالو سره د تشدد او په ډله اییز ډول د هغوي د شړلو په اړه ټول اسناد وڅېړي او سپیناوی یې وکړي.

لیک د اروپايي شورا د بشري حقونو کمشنرې، دونیا میاتوویچ لاسلیک کړی او د کرویشیا د وزير اعظم اندرې پلنکویچ په ته استول شوی دی.

په لیک کې، د اروپايي کمېشن د بشري حقونو کمشنرې د کرویشیا وزير اعظم ته لیکلي:

"زه د کډوالو او مهاجرینو د چارو له ځانګړو ادارو رارسېدلو رپوټونو اندېښمنه کړې یم."

په دې رپوټونو کې منظم او تاید شوی معلومات رسېدلي چې زیات شمېر کسان په ډله اییز ډول له کرویشیا سربیا او بوسنیا هرزګوینیا ته شړل شوي دي.

دونیا میاتوویچ په ځانګړي ډول د کډوالو له ماشومانو او حامله ښځو سره د کرویشیا د پولیسو د مربوط ناوړه چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

خو د کرویشیا حکومت ویلي چې دا رپوټونه حقیقت نه لري.

د کرویشیا حکومت هڅه کوي چې په اروپا کې د سفر د ازادۍ سیسټم "شېنګن زون" تهور شامل شي.

د کرویشیا د کورنیو چارو وزیر ویلي دي، د دوی ذمه واري ده چې خپلې پولې خوندي وساتي او په خپل سرحد کې د غیر قانوني کډوالو د تیرېدو مخنیوی وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG