د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان نوي والي امان الله یاسینزي د خپلې څوکۍ لوړه وکړه


د بلوچستان های کورټ پخواني چیف جسټس امان الله یاسینزی نن پنجشنبه د دغه صوبې د نوي نوي والي (ګورنر) په توګه لوړه وکړه.

نوموړی په ۱۹۵۵ کال په کوټه کې زیږېدلی او لومړۍ زده کړې یې په کوټه او لوړي زده کړي يې له لاهوره کړې دي. په ۱۹۸۱ کال یې وکالت پیل کړی وو اوپه ۱۹۹۷ کي د بلوچستان های کورټ جج ټاکل شوی وو.

امان الله یاسینزی له ۲۰۰۵ مه تر ۲۰۰۹ کاله د چیف جسټس په توګه کار کړی وو.

تر ټاکلېدو پس له مشال راډیو سره په خبرو کې امان الله یاسینزي وویل، هڅه به یې وي چې په صوبه کې د ولس لپاره د ښه تعلیم بندوبست وکړي.

(که څه هم د تعلیم بندوبست د صوبايي حکومت کار دی خو د صوبې ټولو پوهنتونونو وایس چانسلر ګورنر هم وي نو هڅه به مې دا وي چې تعلیم نړیوال معیار ته یوسو.)

د یاسینزي په وینا هڅه به وکړي چې وفاقي حکومت او صوبې ترمنځ د اړیکو ښه ساتلو لپاره د یوه پله کردار ادا کړي.

(خپل ټول وس به کوم چې د بلوچستان صوبې د ولس ګیلې وفاقي حکومت ته ورسوم چې د ولس دغه غوښتنې او شکایتونه دي او باید ازاله یې وشي.)

نوموړي زیاته کړه په صوبه کې د امنیت ټینګولو لپاره به د صوبايي حکومت کلک ملاتړ کوي.

شربت ګله او ملاله یوسفزۍ مو پر وطن د تپلې جګړې بېلګې دي. محمد خان اڅکزی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:33 0:00

XS
SM
MD
LG