د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علامه عبدالعلي د رڼا سل کلن جشن


د بلوچستان ګورنر محمدخان جوګېزی د علامه عبدالعلي اخوندزاده د جوړ شوي سکول سل کلن جشن لمانځغونډې ته وینا کوي
د بلوچستان ګورنر محمدخان جوګېزی د علامه عبدالعلي اخوندزاده د جوړ شوي سکول سل کلن جشن لمانځغونډې ته وینا کوي

ګورنر محمد خان اڅکزي لمانځغونډې ته وویل،د ټولنې ټولې ستونځې يواځې او يواځې د تعلیم له لارې هوارېدلای شي، او له نړۍ سره مو سیالان جوړولای شي


د بلوچستان په خانوزۍ کې د علامه عبدالعلي اخوندزاده د جوړ شوي سکول سل کلن جشن لمانځل شوی دی. د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي ددې جشن غونډې ته د وینا پر وخت وویل ؛ تعلیم زموږ د ټولنې ټولې ستونځې هوارولای شي؛. په دې غونډه کې لوړپوړو سرکاري چارواکو، لیکوالانو، استادانو او قبايلي مشرانو ګډون وکړ.


ګورنر محمد خان اڅکزي لمانځغونډې ته وویل، د ټولنې ټولې ستونځې يواځې او يواځې د تعلیم له لارې هوارېدلای شي، او هم دا له پر مخ تللې نړۍ سره د سیالۍ يواځينۍ لاره ده.

دا خبرې نوموړي له کوټې شمال لور ته د اویا کیلومیتره په واټن په خانوزۍ سیمه کې د علامه عبدالعلي اخوندزاده له خوا يو سل اووه کاله وړاندې د جوړ شوي سکول په لس کلن جشن کې غونډې ته د وینا پر مهال کړې. محمد خان اڅکزي وویل سل کاله وړاندې يواځې يو کس په خانوزي او شاوخوا سیمه کې تعلیمي انقلاب راوست، چې د ده په خبره اوس په کې د تعلیم شرح ۹۸ فیصد ده. د بلوچستان ګورنر وویل د خانوزي له دې لومړنۍ سکوله فارغه شوي زده کوونکي نه يواځې په ټول هیواد کې، بلکې په نړۍ کې پاشل شوي دي. چې دا د ده په وینا د سرلوړۍ مقام دی.

؛ ددې لومړۍ سکول څخه راوتلي لوستي هلکان او ښځې نن په ټوله نړۍ کې پاشل شوي دي. او د پښتنو په نامه پيژندل کېږي. نو ځکه دلته حاضر د دې کلي هر اوسېدونکی د مبارکۍ لایق دی؛.

د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي غونډې ته د وینا پر وخت وویل ددوي نیکه ګانو په لسګونو کلونه وړاندې د تعلیم لپاره خپل کور او سیمه پرې ايښې وه، او کابل، قندهار او ديوبند ته به يې د زده کړې په موخه سفر کاوو. اڅکزي به دې زور ورکړ، چې د نارينه و له تعلیم سره سره باید پښتنو ښځو ته هم د زده کړو موقع ورکړل شي. چې د ده په خبره هم دوی د پښتنو د کورونو ودانوونکې دي.

؛ پښتانه ښځې نه يواځې د ځان برابري بولي، بلکې د کور مېرمني او د کور وداني يې بولي. دا ویل چې پښتانه له ښځو سره بد دي، یا خدای مه کړه بد کوي، نو دا غلطه خبره ده. هو داسې په هغو ښاري سیمو کې کېږي، چې له نورو قامونو مو زده کړي دي. په پښتونخوا او پښتانه وطن کې داسې هېڅ نشته. او پښتانه خپلې مېرمنې د خپلو کورونو ودانوونکې بولي؛.

د خانوزي های سکول د سل کلن جشن په دې غونډه کې له لوړپوړو سرکاري چارواکو، لیکوالانو، استادانو سره سره ګڼو قبایلي مشرانو هم ګډون وکړ، او ټولو په خپل وار سره په خانوزي کې سل کاله وړاندې د علامه عبدالعلي اخوندزاده کار او هلو ځلو ته د عقیدت ګلونه وړاندې کړل.

د قامي اسمبلۍ غړې نسیمه پانېزۍ د مشال راډیو له خبریال خدای نور ناصر سره د خبرو پر مهال
د قامي اسمبلۍ غړې نسیمه پانېزۍ د مشال راډیو له خبریال خدای نور ناصر سره د خبرو پر مهال
تر غونډې وروسته له همدې سیمې څخه د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړې نسیمې پانېزۍ مشال راډيو ته وویل ؛په سیمه کې د ښځو تعلیم شرح د علامه اخوندزاده او د هغه د لور له امله تر نورو ټولو سیمو زیاته ده؛.

؛ د علامه د لور کوکو عاصمه له وجې دلته په ښځو کې د تعلیم شرح بېخي زیاته ده. او د همدې له وجې موږ اوس ټولې ډاکټري يو، لېکچرري یو، استادانې يو او د علاقې خدمت کوو. په مخ به هم که خدای کول همداسې نور سکولونه او روغتونو هم جوړوو او د علاقې خدمت به کوو؛.

تر غونډې وروسته د بلوچستان ګورنر د علامه عبدالعلي اخوندزاده په شمول د سیمې د ګڼو نومیالو د کورونيو غړيو ته جایزې ورکړلې او د ياد سکول د کتابتون لپاره يې کتابونه هم ډالۍ کړل.

د يادولو وړ ده چې په خانوزي سیمه کې يو سل اووه کاله وړاندې د سیمې يوه مخه ور، لیکوال، ديني عالم او شاعر علامه عبدالعلي اخوندزاده لومړنی سکول جوړ کړی، چې له برکته يې نن د يادې سیمې د تعلیم شرح د پاکستان او آسیا تر ډېرو سیمو پورته ده.

ګورنر بلوچستان محمدخان اڅکزی د علامه عبدالعلي اخوندزاده کړوسي تابان ته شیلډ ورکوي
ګورنر بلوچستان محمدخان اڅکزی د علامه عبدالعلي اخوندزاده کړوسي تابان ته شیلډ ورکوي


ګورنر محمد خان اڅکزی د تعلیم پخواني وزیر عبدالواحد صدیقي ته شیلډ ورکړي
ګورنر محمد خان اڅکزی د تعلیم پخواني وزیر عبدالواحد صدیقي ته شیلډ ورکړي
XS
SM
MD
LG