د انډونیشیا چارواکي وايي په سولاویسي جزیره کې زلزلې او د هغې په نتیجه کې راغلې څونامي له وجې د مړو شویو کسانو شمیره ۸۳۲ ته رسیدلې او د دې شمیرو د زیاتیدو امکان دی.
د قدرتي افتونو د نظم ادارې ویاند سوټوپو پوروو نوګوروهو د سېپټمبر پر ۳۰مه یوې خبرې غونډې ته وویل چې د متاثره شوې جزیرې یو شمیر سېمو ته لا هم رسايي ډیره محدوده ده.
د سیپټمبر په ۲۸مه د پالو ښار له ساحل سره نږدې یاده جزیره کې د اووه اشاریه پنځه درجې زلزله راغلې وه چې ورپسې د څونامي په نتیجه کې په دې ښار د سمندر شپږ میټره څپې ور وختې. په پالو ښار کې خوا اشا درې نیم لکه خلک ژوند کوي.
د انډونیشیا مرستیال ولسمشر یوسف کالا وايي، د تلفاتو شمېره زرګونو ته رسېدی شي ځکه چې د ځینو لرې پرتو سیمو سره مواصلاتي رابطې نه ټینګیږي څو هلته د شوي ځاني زیان اندازه ولګولی شي.
د قدرتي ناورینونو سره د مبارزې د ادارې مشر وېلیم رامپان ګیلي وايي، د زلزلې او څونامي له وجې ۱۰ زره کسان د پالو سیمې په ۵۰ مختلفو ځایونو کې بې کوره شوي دي.
راپورونه وايي د یکشنبې پر ورځ پوځي الوتکو د سر ښار جکارته نه پالو هوايي ډګر ته یوه اندازه مرستې رسولي. په خپله پالو هوايي ډګر هم زلزلې او څونامي ځپلي دی. خو پوځي الوتکو د ځغاستلیکې یا رن وی د روغو پاتې برخو نه په ګټې اخېستو هلته مرستې کوزې کړې دي.
چارواکي وايي د زلزلې او څونامي له وجې برېښنا قطع شوې او لارې خرابې شوي چې له وجې یې د مرستو عملیات اغېزمن شوي دي.