د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ د اروپا دوه ورځنی کنفرانس پیل شو


د کنفرانس یو عک
د کنفرانس یو عک

د پښتون ژغورنې غورځنګ د اروپايي هیوادونو د استازو دوه ورځنی کنفرانس د بیلجیم هیواد په پلازمېنه برسلز کې پیل شوی دی.

د کنفرانس جوړونکي وايي چې په دې دوو ورځو کې به په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په تنظیمي جوړښت او د پښتانه قام پر یو شمېر مسلو خبرې اترې وشي.

د خپاره کړې مهالوېش له مخې ، د سپټمبر پر ۲۹مه به لومړی په اروپايي هیوادونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کمېټیو د استازو غونډه د تړلو دروازو شاته بحثونه وکړي.

په دې غونډه کې به د هر هیواد سیکرټري او ارګنایزر د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو د غونډې ګدون والو ته مالومات وړاندې کوي.​

د کنفرانس یو بېنر
د کنفرانس یو بېنر

په دې غونډه کې به د راتلونکو پلانونو په ګډون پر یو شمېر نورو اړوندو ټکو خبرې اترې وشي او د اروپا پر سطح به د پېغام رسولو لپاره پر یو نماینده کمېټۍ هم بحث وشي.

ټاکل شوې ده چې د دې غونډې پر مهال به د اروپا پر سطح په ټولنیزو رسنیو کې د فعالیت او زمه واریو موضوع هم وڅېړل شي.

تر دې غونډه وروسته به بیا د ټولو کمېټیو او په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د عامو فعالانو شریکه غونډه کېږي.

په مهالوېش کې راغلي چې د دې ناستې په ترڅ کې به په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته پر پېښو ننګونو ، اړتیا او حل لارو خبرې وشي.

د کنفرانس یو یل بېنر
د کنفرانس یو یل بېنر

​د کنفرانس په دویه ورځ به لومړی د بروکسل په مطبوعاتي مرکز کې سیمینار وي او له هغه وروسته به د اروپايي کمېشن مخې ته احتجاج کوي.

په دې سیمینار کې به لیکوالان د پښتنو پر مسلو لیکلې مقالې وړاندې کړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غوښتنې به رڼا واچول شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین مشال راډیو ته پخلی وکړ چې دی به د پښتنو پر مسایلو جوړې شوې دې غونډې ته وینا کوي.

ټاکل شوې ده چې د اروپايي کمېشن مخې ته په احتجاج کې به د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غوښتنو ترڅنګ د تحریک د نیول شوو یو شمېر غړو د خوشي کولو غوښتنه هم وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG