د لاسرسي ځای

تازه خبر

په انډونشیا کې زلزلې او څونامي لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژلي


په انډونيشيا کې څونامي تباهي کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:37 0:00

په انډونيشيا کې څونامي تباهي کړې ده

د انډونيشيا چارواکو د سپټمبر پر ۲۹مه ویلي چې د دې هیواد د سولاوسي ټاپو په پالو ښار کې زلزلې او ورسره سونامي لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژلي دي او په سلګونه نور یې ژوبل کړي دي.

د چارواکو په وینا، د سپټمبر پر ۲۸مه د راغلې دې زلزلې او څونامي له کبله د مړو او ژوبلو دا شمېرې بیخي لومړنۍ دي او ښايي چې په دې شمېرو کې زیاتوالی راشي ځکه چې د پالو په نامه دا ښار نېږدې درې نیم لکه ابادي لري.

چارواکي وايي چې پرون په کې په ريکټر سکېل د اووه اعشاریه پنځه درجې زلزلې وشوه چې ورسره د سمندر اوبه تر دوو مټرو لوړې شوې.

په انډونيشيا کې د قدرتي افتونو د انتظام د ادارې ویاند د سپټمبر پر ۲۹مه يوې خبري غونډې ته ويلي دي چې په سلګونه کسان ژوبل شوي او لاهم د نورې مرګ ژوبلې وېره څرګندېږي.

نوموړي ویلي چې د څونامي ښکار شوو کسانو مړي په يو شمېر ځايونو کې موندل شوي ځکه چې دغه کسان د ودانيو ملبو وهلي يا د سونامي څپو وړي.

په ځاي ټلي ويژنونو ښودل شوو وېډيوګانو کې ښکاري چې کورونو او يو جماعت ته د اوبو څپې ورځي خو لا هم د دې ويډيو ګانو تصديق نه دی شوی.

ويډيوګانو کې ښکارې چې پلونه نړیدلي، سړکونه مات شوي او ودانۍ چپه شوې دي.

یادونه: په دې اړه نور معلومات را روان دي.

په انډونيشيا کې سونامي ۴۰۰ کسان وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:06 0:00

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG