د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا، فرانس، روس، چین او جرمني پر ایران د بندېزونو وړاندېز رد کړ


د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د روس بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرې.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د روس بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرې.

برتانیا، فرانسې، روس، چین او جرمني، د ایران پرضد د بندېزونو په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تجویز رد کړ.

یوه ورځ وروسته کله چې ولسمشر ټرمپ د ایراني حکومت د یوازي کولو په خبره زور ورکړ.

د سېپټمبر پر ۲۶مه نوموړي خپله مقدمه د ملګرو ملتونو امنیتي کونسل ته وړاندې کړه.

خو د ایران د ۲۰۱۵م کال د اټومي لوظنامې نورو خواو لکه بریتانیا ، فرانسه ، روس ، چین او جرمني په ایران د نورو بندیزونو لګولو لپاره له امریکا سره د یو ځای کېدو خبره ونه منله.

په عین حال کې د ایران ولسمشر حسن روحاني په د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، تر کومه چې د هغه هېواد ته ګټه وي ، تهران به د لوظنامې په شرایطو عمل ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG