د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د اهواز په حمله کې د لاس لرو په اړه د ایران تور رد کړ


د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر، جیمز مټېس د ایران له لوري پر امریکا دا تور رد کړ چې وايي، په اهواز کې په وروستۍ حمله کې یې لاس درلود.

جېمز مټېس د ایران ادعا غیر منطقي بللې ده.

د ایران په اهواز ښار کې د شنبې په ورځ پر یوه پوځي پرېډ په حمله کې ۲۵ تنه ووژل شول لسګونه کسان زخمیان شول.

دا مریکا دفاع وزیر پرون، دوشنبه د سپټمبر۲۴مه، په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا ولسمشر د حملې په ورځ بیان خپور کړ او حمله یې وغندله.

په اهواز کې تر حملې وروسته، د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي ادعا ورکړه چې امریکا د حمله کوونکو ملاتړ کړی او سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو پېسې ورکړې دي.

ایت الله علي خامنه ای
ایت الله علي خامنه ای

خامنه اي وویل:

"هغو کسانو ته به سخت سزا ورکړو چې د دې خونړۍ پېښې شاته یې لاس دی."

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس وویل:

جیمز مټېس
جیمز مټېس

"داخبره چې موږ به له حملې سره ارتباط درلود هېڅ ډول منطق نه لري، هغوی تر اوسه لږترلږه پر دریو هېوادونو تور پورې کړی او په یوه تروریستي ډله نو وبه کتل شي چې دا لېست نور څومره اوږدېږي، خو دا به ښه وائ چې هغوی مخکې تردې چې خبرو ته خوله خلاصه کړي، خپلې خبرې ته پام وکړي."

په اهواز کې د وروستۍ حملې مسئولیت د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش واخیست او ترڅنګ یې د ایران د حکومت ضد عربي ډلې، د "احوازد ملي مقاومت غورځنګ" هم ادعا کړې وه چې حمله دوی کړې ده.

تر حملې لنډ وخت وروسته، د ایران ولسمشر، حسن روحاني وویل چې پر ایران حمله کونکو ته به سخت ځواب ورکړي.

روحاني وویل چې ایران به تر وړې - وړې حملې ته هم د ستر او ځپونکی ځواب ورکړي.

روحاني پرته له دې چې د کوم هېواد یا ډلې نوم واخلي، وویل هغه کسان چې دې تروریستانو ته استخباراتي معلومات ورکوي او پروپاګند ورته کوي باید ځواب ووايي.

د ایران ولسمشر پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سازمان په مرکز کې د نېلسن مندېلا د سولې په سرمشريزه کې د تروریزم د "ټولو ډولونو" پرضد د "جدي مبارزې" لپاره د خپل حکومت تعهد اعلان کړ.

د امریکا دفاع وزیر جېز مټېس پرون په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل چې د ایران له لوري د غچ اخیستلو خبرداریو ته اندېښنه نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو هم پرون له فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه په اهواز کې وروستۍ حمله یوه غمیزه وبلله او ویې ویل چې امریکا هېڅ رول نه پکې درلود.

ایران
ایران

د اهواز زرګونه اوسېدونکو پرون، دوشنبه د سپټمبر ۲۴مه، په حمله کې د قربانیانو د درناوي لپاره مارش وکړ.

هغوی د "مرګ پر امریکا" او "مرګ پر اسرائیل" شعارونه ورکول.

په اهواز کې پرونی پوځي پرېډ د ایران او عراق د جګړې د پېل د کلیزې په مناسبت ترسره کېدو.

د ایران او عراق جګړه په ۱۹۸۰ مېلادي کال کې پېل او په ۸۸ کې پاي ته ورسېده.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG