په داسې حال کې چې واشنګټن د روسیې لخوا شام ته د ( ایس ـ درې سوه ) میزایلو سیسټم پر ورکولو اندېښنه ښکاره کړې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، هغه تمه لري چې په نیویارک کې له خپل روسیې سیال سرګي لوروف سره وګوري.
پامپیو دا څرګندونې د سېپټمبر پر ۲۴مه د روسیې له دې اعلانه څو ساعته وروسته وکړې چې د شام د هوايي دفاع د مظبوطولو په موخه هغوی ته ( S-300) مېزایلو سیسټم ورکوي.
روسیه وايي، له دې کاره یې موخه دا هم ده چې په اینده کې د روسیې د جنګي الوتکې د غورځولو په څېر پېښې تکرار نه شي.
دا پېښه یوه اوونۍ وړاندې شوې وه چې د شام د هوايي دفاع ځواکونو لخوا روسیې څارګره الوتکه چې ۱۵ کسان پکې سپاره وو، سهوا راغورځول شوې وه.
مایک پامپیو تمه څرګنده کړې ده، دا ملاقات به د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې، چې د سېپټمبر پر ۲۵مه په نیویارک کې پیلېږي، په حاشیه کې ترسره شي.
نوموړي وویل، باور لري چې هغه او سرګي به په ګډه خبرو له وخت ولري.
خو تر دې وړاندې، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د سېپټمبر پر ۲۴مه ویلي وو، د روسیې لخوا شام ته د جنګي الوتکو ضد پرمختللی میزایلي سیسټم ورکول، د شام په تېره اوه کلنه جګړه کې یوه لویه تېروتنه او دکړکېچ څرګنده زیاتونه ده.