د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صدر دوکانداران د چټکو بسونو د پروژې زر بشپړېدو غوښتنه کوي


پېښور کې د چټکو بسونو پروژې ځنډېدو د خلکو ستونزې زیاتې کړي.
پېښور کې د چټکو بسونو پروژې ځنډېدو د خلکو ستونزې زیاتې کړي.

پېښور ـ د پېښورد صدر بازار دوکاندارانو له حکومته یو وارې بیا غوښتنه کړې چې د «بي. ار. ټي.» په نوم د چټکو بسونو پروژه دې زر تر زره بشپړه کړي ځکه چې له وجې یې دوی له ستونزو سره مخ دي.

دغو تاجرانو حکومت ته د احتجاج دهړکه هم ورکړې.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د صدر بازار تاجرانو وویل چې د بي ار ټي منصوبه په وخت نه مکملېدو له وجې د دوی د لکونو او کروړونو روپو نقصانونه شوي دي.

د خېبر پښتونخوا او د پېښور صدر د سوداګرو د اتحادیې مشر شرافت علي مبارک مشال راډیو ته وویل چې د دې پروژې جوړولو په اړه ورته ویل شوې وو چې پاتې کار به یې په شپږو میاشتو کې پوره کېږي خو اوس یو کال تېر شو، پروژه مکمله نه شوه.

دی زیاتوي:

((له حکومته مو دا غوښتنه ده چې زر تر زره دې دا پروژه مکمله کړي او کوم کاروبار چې زموږ خراب شوی د دې ازاله دې وکړي. د سړکونو د غاړو دوکاندارانو زیات زیانونه لیدلي دي چې پکې سنهري مسجد روډ، خېبر بازار، سویکارانو چوک او د جرنیلي سړک شامل دي.))

نوموړی وايي، د دوی کارونه خراب شوي خو د حکومت له غاړې ټیکسونه همغسې دي او د دوی مشکلاتو لوري ته هېڅ ډول پاملرنه نه کېږي.

یو بل تاجر شوکت الله همدرد وایي، د ترهګرۍ له وجې سوداګرو ته دومره نقصان نه دی شوی څومره چې دې پروژې له وجې شوی دی.

((زموږ خو خپل دوکان دی خو چې کوم کسان کرایې ورکوي، هغوی په ډېر مشکل کې دي ځکه چې پوره کولی یې نه شي. پکار ده چې پر دې پروژې د ورځې او د شپې کار وشي چې کار زر پوره شي.))

د کپړې کاروبار کونکی عثمان وایي د بسونو د پروژې له وجې یې شپیته په سلو کې کاروبار خراب شوی. دی هم غوښتنه کوي چې دا پروژه دې زر مکمله او سرکونه دې د ترافیکو پر مخ پرانېستل شي.

د خېبر پښتونخوا پخواني وزیراعلا پروېز خټک د تېر اکتوبر په نولسمه نېټه د بسونو د دې پروژې پرانېسته کړې وه او هغه مهال یې ویلي وو چې دا به په شپږو میاشتو کې پوره کېږي خو لا هم پرې کار روان دی.

د یادې پروژې لپاره د پېښور د پرمختیایي ادارې یو چارواکي عمر افریدي مشال راډیو ته وویل، راروان نومبر او دسمبر میاشتو کې به دا پروژه مکمله شي او کار یواځې په هغو ځایونو کې پاتې دی چې د سړک نقشې یې بدلې کړل شوې دي.

نوموړی وایي، د تاجرانو له ګیلو او اندېښنو خبر دي.

((د تاجرانو سره مو په چېمبر اف کامرس کې خبرې کړي او د هغوی چې کومې ګیلې دي نو ورسره مرسته کوو او کوم کوم ځای چې موقع تر لاسه کېږي نو موږ سړکونه سموو او دغو تاجرانو موږ سره ډېره مرسته کړېده. تر دسمبر میاشتې پورې به د سرکونو د تېرولو چارې پوره شي.))

له دې وړاندې هم د پېښور سوداګرو له حکومته غوښتنه کړې وه چې یاده پروژه دې زر تر زره مکمله کړي چې د دوی کاروبارونه بیا بحال شي.

XS
SM
MD
LG