د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ د چټکې ټرانسپورټي پروژې د پلټنې امر کړی


پېښور های کورټ د احتساب ادارې ته امر کړی دی چې د پېښور د چټک ټرانسپورټي نظام (بي ار ټي) پروژې په اړه دې پلټنې وکړي.

های کورټ د پنجشنبې په ورځ د پروژې په اړه د جمیعت علمای اسلام (ف) د یوه مشر امان الله حقاني د غوښتنلیک د مقدمې اورېدنې پر وخت په فیصله کې د احتساب ادارې ته ویلي چې د سېپټېمبر تر پینځمې پورې دې عدالت ته رپورټ وړاندې کړي.

هایکورټ دا هم ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا حکومت د ټرانسپورټ د دې پروژې ټېکه یوې داسې کمپنۍ ته ورکړې چې د پاکستان په نورو صوبو کې ورباندې بندیز لګېدلی دی.

د تحریک انصاف په مشرۍ د صوبې پخواني حکومت په بیا بیا د دې پروژې دفاع کړې او وايي، له بشپړېدو سره به په پېښور کې ټرانسپورټي نظام خورا ښه شي البته دوه ځلې یې د سړک نظام مکملېدو نېټه وغځوله.

دا پروژه لا هم سر ته نه ده رسېدلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG