د برتانيي وزیر اعظمه تریزا مې وايي، له اروپايي ټولنې څخه د برتانيي د وتلو پر موضوع خبرې اترې له خنډ سره مخ دي.
تریزا مې دا خبره د سېپټمبر په ۲۱مه په لندن کې په یوې تلویزوني وینا کې وکړه.
اروپايي ټولنې تر دې مخکې له دې اتحاديي څخه د برتانيي د وتلو په اړه د وزیراعظمې د پیشنهاد شوي پلان مهمې برخې رد کړې.
د اروپايي شورا مشر ډانلډ توسک په روانه اونۍ کې وویل د برتانيي د وزیر اعظمې پلان به نتیحه ورنکړي.
خو د برتانيي وزیر اعظمې په خپله وینا کې وویل، پرته له کوم بدیل وړاندې کولو د اروپايي ټولنې لخوا د دې د پلان ردول د منلو وړ نه دی.
نوموړې وویل، دا به له اروپايي ټولنې څخه د برتانيې د وتلو په اړه د ۲۰۱۶ز کال د ټولپوښتنې نتیجه له مینځه یونسي.
برتانویانو د ۲۰۱۶ز کال په ټولپوښتنه کې له اروپايي اتحاديې څخه وتلو ته رای ورکړه.
ټاکل شوې ده چې برتانیه د ۲۰۱۹ز کال په مارچ میاشت کې په رسمي او مکمل ډول له اروپايي ټولنې جلا شي.