د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چترال کې یوازې سږ کال ۱۲ کسانو ځان وژلی دی


د چترال کېلاش کتوري عکس
د چترال کېلاش کتوري عکس

د خیبر پښتونخوا د غرنۍ او فطري ښکلې سیمې چترال چارواکي وايي ، هلته په دې وروستیو کې د ځانوژنې یا خودکشۍ پیښې ډیرې شوې دي.

د چترال ضلعې ناظم حاجي مغفرت شاه د سپټمبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښې په تېرو دوو کالو کې لا زیاتې شوې دي.

نوموړي وویل، “ په ۲۰۱۷م او ۲۰۱۸م کال کې په سیمه کې تر ۳۰ زیاتو کسانو ځانونه وژلي چې ډېری پکې ښځې دي.”

حاجي مغفرت شاه زیاته کړه چې یوازې په روان کال کې تر اوسه ۱۲ د خودکشۍ پېښې رامنځ ته شوې دي.

نوموړي وویل چې دوي په دې اړهصوبايي حکومت ته خواست کړی دی چې د پوهانو یوه ډله سیمې ته ولیږي ، او په دغه اړه پراخې پلټنې وکړي.

په پیښور کې د روحي رنځونو متخصص ډاکټر میا افتخارحسین وايي چترال لیرې پرته سیمه ده چیرته چې د روغتیا ، تعلیم او روزګار وسیلې پوره نه دي.

د ده په وینا ، کېدای شي چې ښځې له هم دې کبله خودکشۍ کوي چې د ټولنیزو دودونو له کبله د خپلو پټو جذبو او مایوسیو څرګندونه نه شي کولای.

د یادونې وړ ده چې روان کال د اګست په میاشت کې دریو ذده کوونکو هغه وخت د خپل ژوند خاتمه وکړه چې د لسم جماعت په امتحان کې پر کمو نمبرو بریالي شوي وو.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا څانګېچارواکي وايي چې دوي په چترال کې د خودکشۍ د پیښو د پلټنو لپاره یوه کمیټي جوړه کړې ده.

د دوي په وینا په دې کمېټۍ کې د ډاکټرانو په ګډون ، د نفسیاتي رنځونو پوهان هم شامل کړل شوي دي خو دې کمیټۍ لا خپل کار نه دی پیل کړی.

XS
SM
MD
LG